امنيتي چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دډرون څخه دغه بريد دشمالي وزيرستان دميرانشاه سيمې څخه 35 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته په دته خيل علقاه کې ترسره شوى دى، دغه سيمه دطالبانو اؤ القاعده سره دتړلو جنگيالو يوه ځاله گڼلى شي.
يو سيمه ييز امنيتي چارواکي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل” دنيمې شپه په سيمه کې څلور ډرون الوتکو الوتنې کولې اؤ دتندلارو په يو گاډي يې دوه ميزائيلونه فائر کړل“
هغه وويل پيښه کې څلور جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي گاډى هم تباه شوى دى.
که هر څو پاکستاني چارواکي په ښکاره ډول ددغه بريدونو غندنه کوي اؤ دا دخپلې خپلواکۍ په ضد گڼي خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دغه بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.
تيره اوونۍ دملگرو ملتونو يو استازي په ډاگه کړې وه چې ډرون بريدونه دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده اؤ بايد دغه بريدونه اودرول شي.
دډرون بريدونو له امله اولسي وگړو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په اړه پلټنو لپاره دترهه گرۍ اؤ بشري حقونو په حقله دملگرو ملتونو ځانگړي استازي بين ايمرسن داسلام اباد سفر کړى ؤ.