دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي او شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره شوؤ ميزائيلي بريدونو کې دطالب مشر ملا نذير پشمول لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
په يو بريد کې دډرون لخوا دجنوبي وزيرستان دبرمل په سرکنډا نومې سيمه کې په يو گاډي دډرون څخه دوه ميزائيلونه داغل شوي چې پکې شپږ کسان وژل شوي دي.
استخباراتي او دطالبانو سرچينو دډرون په دغه بريد کې دطالب کمانډر ملا نذير او دهغه دنورو پينځوؤ ملگرو دوژل کيدو پخلى کړى.
سيمه ييزې پوليټيکل انتظاميې هم دملا نذير دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دملا نذير جنازه دوانا څخه 10 کلو ميټره لرې په اعظم ورسک نومې سيمه کې ادا کړل شوې ده.
ملا نذير په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو مرکزي مشر او دوزير قبيلې يو بااثره مشر گڼل کيدو.
ملا نذير دنومبر په 29مه نيټه جنوبي وزيرستان کې په يو ځانمرگي بريد کې ژوبل شوى ؤ او له دې وروستو يې خپلې هلې ځلې افغانستان پورې محدودې کړې وې، هغه په افغانستان کې دامريکائي او نيټو ځواکونودموجوديت په ضد ؤ.
باور کيږي چې ملا نذير او په شمالي وزيرستان کې طالب کمانډر حافظ گل بهادر دالقاعده سره دتړلې ډلې حقاني نيټ ورک سره نزدې اړيکې لرلې، حقاني ډله په افغانستان کې په بهرنو ځواکونو دبريدونو ترسره کولو کې ککړه گڼلى شي.
يو بل پاکستاني امنيتي چارواکي منلې ده چې ملا نذير او دهغه ملگري هاغه وخت دډرون څخه په نخښه کړى شول کله چې دهغوي ډبل کيبن پک اپ گاډي کې نقص پيدا شو او هغوي دگاډي دبدلولو هڅه کوله.
هغه وويل دملا نذير دوه بااثره مرستيالان عطاء الله او رفى خان هم په دغه بريد کې وژل شوي دي.
باور کيږي يو بل تندروه کمانډر رتا خان هم دډرون په دغه بريد کې وژل شوى دى.
له دې وړاندې هم دملا نذير دډلې جنگيالي دامريکائي ډرون لخوا په نخښه کړل شوي دي.
هغه په کال 2007م کې دپاکستان حکومت سره يو امن تړون کړى ؤ.
په عين حال کې دشمالي وزيرستان دميرعلي په مبارک شاهي سيمه کې هم دډرون په يو بريد کې څلور کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
په دغه بريد کې دامريکائي ډرون لخوا په يو گاډي دوه ميزائيلونه داغل شوي دي او وروستو چې کله دبريد دلمړي ځايې څخه دمړو لرو کولو لپاره امدادي هلې ځلې پيل شوې نو بيا دوه ميزائيلونه وداغل شول.
امنيتي سرچينې وائي کيدى شي شمالي وزيرستان کې ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره سيوا شي.
داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې په دغه بريد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک کمانډر فيصل چې دحکيم الله ډلې سره تړلى ؤ سره ددوؤ ازبک جنگيالو وژل شوى دى.