دپاکستان دخيبرپښتونخوا په بنو ښار کې دپوليسو په يوه تاڼه دزيارت په ورځ بريد ترسره شوى اؤدپوليسو سره نښته کې شپږ ځانمرگي بريدکوونکي وژل شوي دي.
ډسټرکټ پوليس افسر نثار تنولي په دې اړه وئيلي دي چې په مريان پوليس سټيشن دترهه گرو لخوا ترسره شوي بريد ته سخت ځواب وئيل شوى اؤ شپږ تندلاري وژل شوي دي.
دهغه وينا وه چې پينځۀ ځانمرگي بريد کوونکي امنيتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي اؤ شپږم هاغه وخت دتاڼې دننه ځان والوځولو کله چې هغه ونيولى شو.
پوليسو ته په دغه بريد کې داوښتي زيان په اړه نثارتنولي وويل چې نښته کې يواځې يو عسکر ژوبل شوى ا ؤ دپوليسو دتاڼې ديوالونو ته هم جزوي زيان اوښتى، خو قانون نافذونکو ادارو دغه ترهه گريز بريد په مکمل ډول ناکامه کړى.
دپاکستاني طالبانو تحريک ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى اؤ ددغه ډلې وياند احسان الله احسان ميډيا سره دنامعلوم ځايې څخه په خبرو کې منلې ده چې دهغوي دډلې ځانمرگي بريدکوونکو دپوليسو په تاڼه بريد کړى ، خو دبريدکوونکو شميره يې نۀ ده په ډاگه کړې.
هغه وويل چې ټول بريدکوونکي ځانمرگي وؤ اؤ دمړينې پورې به جنگيږي.
دهغه وينا وه چې دغه بريد دټي ټي پي دهاغو جنگيالو انتقام دى کوم چې نيول شوي وؤ اؤ وروستو يې مړي په ميرانشاه کې غورځول شوي وؤ.
طالب وياند وويل چې په بريد کې دککړو جنگيالو شميره دومره نۀ وه څومره چې دايجنسو لخوا ښودل کيږي خو زياته يې کړه چې پوليسو اؤامنيتي ځواکونو ته يې زيان اړولى.
حکومتي سرچينو داستخباراتي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې تندلارو لمړى راکټونه داغلي اؤ وروستو يې دپوليسو په تاڼه بريدوکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادلې پيل شوه.