دپاکستاني پوځ وياند ميجرجنرال عاصم باجوه دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پوځ په هيواد کې په ټاکل شوي وخت دانتخاباتو دترسره کيدو خواهش لري.
پينډۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال دانټرسروسز پبلک ريليشنز( ائي ايس پي ار) ډائريکټر جنرل دا خيال رد کړو چې گنې په هيواد کې به دانتخاباتو دځنډ څخه پوځ ته گټه رسيږي.
هغه وويل پوځ په هيواد کې دازادانه ، بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو ملاتړ کوي.
هغه وويل بلوچستان ته دپوځ دراغوښتو يا نۀ راغوښتو پريکړه حکومت پخپله کړې ده.
وياند وويل پوځ پينځۀ کاله دجهوري حکومت ملاتړ کړى اؤ که چرې انتخابات وځنډيږي نو ددې څخه پوځ ته څه گټه ترلاسه کيدى شي.
دهغه وينا وه بلوچستان کې دايف سي په مشرۍ کې دانټلي جنس اؤ پوليسو په ملاتړ سره کارروائي روانه ده اؤ دلشکرجهنگوي پشمول دهررقم ترهه گرو ډلو په ضد په جگړه بوخت يو.
هغه وويل چې ائي ايس ائي په تيرو څلورو مياشتو کې بلوچستان کې 130 کارروايۍ ترسره کړي، مئ 2008م کې بلوچستان کې دپوځ يو سپاهي هم تعينات نۀ ؤ، ايف سي دروان کال دلسمې جنورۍ څخه دخپلو چيک پوسټونو شميره د16ؤ څخه 35ؤ ته سيوا کړې ده.