لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ خېبرپښتونخوا کې د 13 وسله والو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ويلي، خېبرپښتونخوا کې یې په پينځه مختلفو ځايونو او پېښو کې یې د تحریک طالبان پاکستان 13 وسله والو وژلي دي، د پاکستان پوځ ټي ټي پي د خوارج په نوم يادوي.

پوځ ويلي، په 12مه او 13مه فرورۍ یې عمليات کړي دي.

ویل شوي، د ډېره اسماعيل خان په کولاچي سيمه کې ورته د وسله والو د موجودګۍ خبر ترلاسه شوی، هلته یې عمليات کړي، د شاه ګل عرف روحاني په ګډون یې هلته پينځه وسله وال وژلي دي.

پوځ ويلي، شمالي وزيرستان کې یې دوه ځايه عمليات کړي، په دوسلي او تپي سيمو کې یې د وسله والو سره نښتې شوي، پينځه وسله وال هلته وژل شوي دي.

ويل شوي، بله مقابله په لکي مروت کې شوې، يو وسله وال وژل شوی او د خېبر ضلعې په باغ علاقه کې هم د يو وسله وال د وژلو دعوه شوې ده.

پوځ د وسله والو څخه د وسلې ترلاسه کېدو ترڅنګ ويلي، وژل شوي وسله وال په امنيتي ځواکونو ترهګرو بریدونو او بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړ وو.

خو پوځ د دغو وسله والو نوره پېژندګلو يا په دغې اړه نور تفصيلات نه دي وړاندې کړي.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

د پاکستان حکومتي مشرانو د پوځ تازه عمليات ستايلي دي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه، وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د ملک څخه د ترهګرۍ په بشپړ ډول ختمېدو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

د نوموړي په خبره، د ترهګرۍ ضد جګړه کې قام د پوځ سره څنګ په څنګ ولاړ دی، د دښمن ارادې به ناکامه کولی شي.

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې عمليات چټک کړي دي.

دا په داسې وخت کې چې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 52 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي وو.

پيکس ويلي، د تېر په څېر تېره میاشت هم تر ټولو زيات وسله وال بريدونه او د تښتونو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG