لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهریار افریدي: د افغانستان او پاکستان خاوره باید د یو بل په خلاف استعمال نشي


د سرحدي چارو وزیر دغه ژمنه په داسې حال کې وکړه چې پاکستان د افغانانو دپاره په هیواد کې د پاتې موده د کال ٢٠٢٠ د جون د ٣٠ نېټې پورې وغځوله
د سرحدي چارو وزیر دغه ژمنه په داسې حال کې وکړه چې پاکستان د افغانانو دپاره په هیواد کې د پاتې موده د کال ٢٠٢٠ د جون د ٣٠ نېټې پورې وغځوله

د پاکستان د سرحداتو وزیر شهریار افریدي ویلي د افغانستان او پاکستان خاوره باید د یو بل په خلاف استعمال نشي.

شهریار افریدي دغه خبرې د گل، دوشنبې، پشین ته څیرمه د سرانانو افغان کډوالو کېمپ یا پنډغالي د دورې په مهال هلته یوې غونډې ته وکړې.

شهریارافریدي چې د سرحداتو ترڅنگ د قبایلي چارو او نشۍ توکیو د مخنیوي وزیر هم دی وویل، "د پاکستان خاوره باید افغانستان پر ضد استعمال نه شي او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نشي استعمال... موږ دوه اسلامي ورونه هیوادونه یو."

شهریارافریدي د سرانانو په کېمپ کې غونډې ته وویل چې د پاکستان حکومت به په هېواد کې د موجودو افغان کډوالو ستونزې هواروي.

د سرحدي چارو وزیر دغه ژمنه په داسې حال کې وکړه چې پاکستان د افغانانو دپاره په هیواد کې د پاتې موده د کال ٢٠٢٠ د جون د ٣٠ نېټې پورې وغځوله.

که څه هم ښاغلي افریدي وویل د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو کوښښونه کوي خو په سرانانو کېمپ یا پنډغالي کې د کډوالو مدني فعال ظاهرپښتون وویل په کېمپ کې میشته افغانان د یوشمېر شتونزو سره مخامخ دي.

د سرانانو په کېمپ کې غونډې ته ظاهرپښتون وویل
د افغان مهاجرو د POR او ACC کارډنو لپاره د پاکستان حکومت اضافه وخت ورکړی مګر ځیني امنیتي ادارې دا نه مني او افغانان د پولې پورې غاړ په ناقونه توگه لېږل کیږي.

ښاغلي پښتون وویل په سرانانو کې مېشته افغانان د تېرو ٣٠ کلونو راهسې د اوبو د کمي سره مخاخ دي، د افغان کډوالو په لېسو یا سکولونو کې له تیرو پنځو کالو څخه د نهم ټولګیو څخه تر دوولسم ټولګیو پوري په ټول بلوچستان کې یو دانه کتاب نه ترلاسه کېږي نو د پاکستان حکومت، UNHCR او افغان حکومت دې دا ستونزه حل کړي.

ظاهر پښتون وویل د انساني همدردۍ او اسلامي ورولۍ په خاطر دې افغان کډوالو ته هم د برق (بجلي) او ګېس اسانتياوې برابرې شي.

شهریارافریدي وويل چې د "ستاسي د کتابونو، صحت، تعلیم د اوبو او کارډونو او د امنتیي ادارو لخوا د زورولو د ستونځوو په ختمولو کې به جدي اقدام کوو."

ښاغلي افريدي وويل چې د پاکستان نوی حکومت افغان کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو کوښښونه کوي او زیاته یې کړه چې دا لومړي ځل دی چې په پاکستان کې میشته د ١۴ لکو افغان کډوالو لپاره پر POR کارډ د بینک اکاونټونه خلاصولو اسانتيا موقع ورکړی شوې ده. " د پخواني حکومتونو له خوا چې ستاسي سره کوم ظلم شوی پر هغه زه ستاسو څخه بخښنه غواړم."

په غونډه کې د بلوچستان د افغان کډوالو لپاره کمیشنر بريګېډیر(ر) احمد مسعود او د بلوچستان د UNHCR د څانګي د پشین د سیمي مسؤل اورنګزیب اڅګزې هم موجود وو. د غونډي په اخېره کې ظاهر پښتون د افغان کډوالو په استازیتوب او د پښتنو کلتوري روایت په توگه شهر يار افريدي ته پګړۍ ور پر سر کړل شو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG