لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تندلارو سره داړيکو په تور پاکستانيان درې فرانسويان ملک بدر کړي


دزيارت په ورځ چارواکو وئيلي دي چې پاکستان درې هاغه فرانسويان ملک بدر کړي چې لس مياشتې دمخه په خفيه ډول دغه هيواد ته ورداخل شوي وؤ، ترڅو ددغه ځايې څخه په گاونډي هيواد افغانستان کې دنيټو په ضد وجنگيږي.
هيله کيږي چې پلټونکي به ددغو کسانو څخه په فرانس کې تپوس پوښتنې وکړي ، ددغو کسانو کيس دهاغه 23 کلن تن محمد ميراه سره پشان دى چې دپاکستان څخه په واپسۍ يې په جنوب لويديز فرانس کې مارچ 2012م کې په ډزو سره اووۀ کسان وژلي وؤ.
پلټونکي وائي چې پاکستاني پوليسو دغه دريواړه کسان په 28مه مئ تير کال وروستو له هغې نيولي وؤ چې هغوي په غيرقانوني توگه دايران څخه پاکستان ته وراوختي وؤ.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې چارواکو وئيلي دي چې دغه کسان دنامان مزيخ سره نيولي شوي وؤ،چارواکي وائي دغه کسان پاکستان ته په دې غرض ورغلي وؤ، ترڅو داسلام په اړه نور ژور علم ترلاسه کړي اؤ په افغانستان کې وجنگيږي.
دمزيخ نومې تن نيول تير کال دجون په مياشت کې اعلان شوي وؤ خو پاکستاني اؤ فرانسوي چارواکو دنورو دريوؤ کسانو په اړه خاموشي اختيار کړې وه، په هاغه وخت کې پاکستاني چارواکو وئيلي وؤ چې کيدى شي مزيخ صوماليه ته تللى وى.
خو لويديز مبصرين وائيچې دغه تن دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې ته مخه کړې وه، چې دغه سيمه دالقاعده اؤ طالبانو مضبوطه ځاله گڼل کيږي.
پلټونکي باور کوي کيدى شي مزيخ دغه نور دريواړه کسان پاک افغان سرحدي سيمې ته بوتلل.
چارواکي وائي دغه دريواړه کسان دفرانس څخه په جنورۍ 2012م کې وتلي وؤ اؤ خپلې کورنۍ ته وئيلي وؤ چې هغوي په سعودي عرب کې مکې ته دحج لپاره ځي، خو پينځه مياشتې وروستو هغوي په پاکستان کې ونيولى شول.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG