لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کولکته : پاکستان هند ته په 85 رنز ماتې ورکړه


په کولکته کې ترسره شوي دوهم يوورځني ميچ کې پاکستان هند ته په 85ؤ رنزو ماتې ورکولو سره ددريوؤ ميچونو سيريز هم پخپل نوم کړى دى.
پاکستان هند ته دگټې ورکولو لپاره د251 رنز هدف ټاکلى ؤ، خو هند دښې لوبې په اغاز کې ناکام شوى ؤ او ټول لوبغاړي يې په 48م اوور کې په 165 رنز اوټ شول.
دهند لخواکپتان منندر سنګه دهوني تر ټولو زيات 54 رنز کړي او ناټ اوټ پاتې شوى، سهواگ هم 31 رنز جوړ کړي او دهغوي نه علاوه کوم بل هندي بيټسمين دښې لوبې څرگندونه نۀ ده کړې.
دپاکستان لخوا جنيد خان او سعيد اجمل درې ، درې وکټې اخستي، عمر گل دوه، محمد حفيظ يو او شعيب ملک يو ، يو لوبغاړى اوټ کړى.
په دغه ميچ کې ديو ښۀ اغاز باوجود پاکستاني ټيم دلمړي بيټنگ کولو په ترڅ کې يواځې 250 رنز جوړ کړل او يو کم پنځوسم اوورکې ټول لوبغاړي اوټ شول.
دهندي ټيم کپتان مهندران سنگهـ دهوني چې دټاس گټلو وروستو کله پاکستان ته دلمړي بيټنگ کولو بلنه ورکړه نو پاکستاني بيټسمينانو په ښۀ انداز کې دلوبې اغاز وکړو.
دپاکستان محمد حفيظ او ناصر جمشيد دښې لوبې څرگندونه وکړه او د141 رنز شراکت يې جوړ کړو، محمد حفيظ د76 په انفرادي سکور اوټ شو.
ناصر جمشيد په دغه سيريز کې پرله پسې دوهمه سنچري هم مکمله کړې او او د105ؤ رنز وروستو درويندر جديجا په بال سټپ شو.
دهند لخوا رويندر جديجا او اشانت شرما ، درې ، درېوکټې ترلاسه کړي.
په دغه ميچ کې پاکستان چنۍ کې هند ته په ماتې ورکوونکي ټيم کې کوم بدلون نۀ ؤ کړى او هندي ټيم کې دروهت شرما پځايې ال راؤنډر رويندر جديجا شامل کړل شوى ؤ
هند ته په ددوهم يو ورځني ميچ ميچ کې په ماتې ورکولو سره پاکستان ددريوؤ ميچونو سيريز پخپل نوم کړى دى.
دکولکتې په ايډن گارډنز کې پاکستان کله هم دهند څخه په يو ورځنو ميچونو کې ماتې نۀ ده خوړلې
پاکستاني ټيم پينځه کاله وروستو دهند دوره کوي او ددغه ون ډى سيريز څخه وړاندې ددواړو ټيمونو ترمينځ ددوؤ ميچونو ټي ټوئنټي سيريز هم شوى ، کوم چې په يو، يو سره برابر پاتې شوى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG