لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: نيوزيلېنډ د چېمپينز ټرافي دفاعي چېمپين پاکستان ته په 60 رنزونو ماتې ورکړه


د پاکستان په کوربتوب کراچۍ ښار کې د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې د چېمپينز ټرافي دفاعي چېمپين پاکستان ته په 60 رنزونو ماتې ورکړه.

پاکستان کې 29 کاله وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا، آی سي سي د کرکټ لوبو لړۍ کيږي.

د چېمپيز ټرافي لړۍ نن د شورو، چارشنبې په ورځ 19مه فرورۍ پيل شوه، د کوربه پاکستان او نيوزيلېنډ لوبډلې په لومړۍ سيالۍ کې يو بل ته مخامخ شوې، د پاکستان کپتان محمد رضوان پچه يا ټاس ګټلی او لومړی یې بالينګ اخستی وو.

نيوزي لېنډ په ټاکلو 50 اوورنو کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو 320 رنزونه جوړ کړي او پاکستان ته یې د 321 رنزونو جوړولو هدف ورکړی وو.

د پاکستان ټوله لوبډله په 48م اوور کې په 260 رنزونو اوټ شوه، او لومړۍ سيالي يې وبايلله.

د نيوزيلېنډ لوبډله کې دوه لوبغاړو ويل ينګ او ټام لېتهم سليزې جوړې کړې وې، ينګ 107 او لېتهم 118 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستاني بالرانو کې نسيم شاه او حارث روف دوه، دوه او ابرار احمد يو لوبغاړی اوټ کړی وو. شاهين اپريدي په لسو اوورونو کې 68 رنزونه ورکړي يو لوبغاړی یې نه وو اوټ کړی.

د نيوزيلېنډ د هدف پوره کولو کې پاکستاني لوبغاړو کې زيات 69 رنزونه خوشدل شاه جوړ کړل، بابر اعظم 64 او سلمان علي اغا په 42 رنزونو اوټ شو.

فخر زمان 24 رنزونه او کپتان محمد رضوان په درېو رنزونو اوټ شوی دی.

د نيوزي لېنډ بالرانو کې ويل ورورکی او ميچل سېنټنر درې درې پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل، مېټ هينري دوه وکټې واخستې.

د پاکستان په کوربتوب د چېمپينز ټرافي لړۍ کې اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، هند، اسټريليا، اينګلېنډ، جنوبي افريقه، نيوزي لېنډ او بنګله دېش برخه اخلي.

د چېمپينز ټرافي وروستۍ لړۍ په 2017م کې شوې، پايلوبه کې پاکستان د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې او اتلولي یې ګټلې وه. پاکستان دا وخت د چېمپينز ټرافي دفاعي چېمپين دی.

د چېمپينز ټرافي پيل شوو سيالو کې اته لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي.

ګروپ اې کې نيوزيلېنډ، پاکستان، بنګله دېش او هند شامل دي. ګروپ بي کې افغانستان، اسټريلیا، انګلېنډ او جنوبي افريقا لوبډلې اچول شوي دي.

پاکستان کې د چېمپينز ټرافي لوبې د کراچۍ، لاهور او راولپنډۍ په ميدانونو کې ټاکل شوي او د هند لوبې به د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې کيږي.

د چېمپينز ټرافي دويمه لوبه د بنګله دېش او هند ترمنځ سبا په دوبۍ کې ټاکل شوې او درېمه لوبه د افغانستان او جنوبي افريقې ترمنځ په کراچۍ کې ټاکل شوې ده.

پاکستان به خپله دویمه لوبه په 23مه فرورۍ د هند سره په دوبۍ کې کوي.

د چېمپينز ټرافي پايلوبه په نهم مارچ کولی شي.

پاکستان کې نن د چېمپينز ټرافي د پرانستې دستوري ته د پاکستان صدر اصف علي زرداري او نور لوړ پوړي حکومتي چارواکي ورغلي، او په دغه مهال دپاکستان د هوايي ځواکونو الوتکو په ميدان دپاسه سلامي هم وړاندې کړې ده.

پاکستاني حکومتي او امنيتي چارواکي وايي، د چېمپينز ټرافي په وخت کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG