د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ ویلي، د 2023م كال د يونان د كشتۍ په پېښه كې د ککړو 17 مفرورو كسانو په شمول 436 انساني قاچاقبر نيول شوي او د انساني قاچاق برو د نیولو لپاره د انټر پول سره هم په رابطه کې دی.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د قاچاق مخنیوې لپاره قانون کې بدلون هم کړی، چې تر مخه یې تورن کس ته د پينځو څخه تر 14 کالو پورې د بند او د لس میلیونو روپو جرمانې سزا ورکول کېدی شي.
عطا تارړ ويلي، د نیول شوو قاچاقبرو جایدادونه به ضبط کړل شوي یا په ولکه کې اخستل شوي دي.
هغه زياته کړې، د انساني قاچاق په تور د ايف آی اې 34 چارواکي له دندو لرې کړل شوي او د هغوي اپيلونه رد کړل شوي دي.
"په بشري قاچاق کې لویې ډلې ککړې دې، پرضد یې چهاپې وهل شوي. په دې لړ کې د 70 ميلیونو روپو څخه زیات قیمت جایدادونه ضبط کړل شوي، او بینک اکاونټونه یې تړل شوي دي".
پاکستان وروسته له هغې د انساني قاچاقبرانو پر ضد عملیات ګړندي کړي چې د تیرو دوو کالو راهسې د څو کشتیو ډوبیدو پېښو کې د هېواد یو شمېر وګړي وژل شوي دي.
په روان کال کې یوه کشتۍ مراکش ته نزدې او بله د لیبیا په ساحل کې ډوبه شوې چې پکې په لسګونو پاکستانیان سواره وو.
د 2023م کال په جون کې یونان ته نزدې یوه کشتۍ ډوبه شوې چې پکې 250 څخه ډېر پاکستانیان سواره وو. دغه پېښه په تېره يوه موده کې د کډوالو د کشتۍ تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
سیاسي فعاله عظما کاردار وايي، "دا د بنیادي او بشري حقونو معامله هم ده، په دې کې تر ټولو زیاتې کمزورې طبقې ځپل کیږی. اکثره ښځې، ماشومان او زده کوونکې په دې کې بهرنيو هیوادونو ته ولیږل شی. خو اوس د دغه قانونو سره هیله کوو چې مونږ يو ښه اړخ ته روان يو".
پاکستان د انسان د قاچاق په وړاندې د 2018 کال د افرادو د قاچاق د مخنیوي قانون پشمول یو شمېر قوانین لري.
د پاکستان قامی اسمبلۍ د روانې فروۍ د میاشتې په 18مه د انساني قاچاق او په غېر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره په درېو مهمو قوانینو کې بدلون راوستی دی.
د انساني قاچاق مخنیوي بل (ترمیم) بل 2025، د مهاجرت (ترمیم) بل 2025، او د مهاجرینو د قاچاق مخنیوي (ترمیم) بل 2025 په نوم بلونه - د قانون وفاقي وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ لخوا وړاندې شوي وو.
د ټولنيزې پرمختيا يوې ادارې مشر سيد کوثر عباس وايي، "ترټولو وړاندې به د خلکو پر رویو کار کول وي چې دوی بشري قاچاق جرم وګڼی. او د دې لپاره پوهنه خورول تر ټولو ضرورې ده".
څیړونکې وايي، د هیواد د خراب اقتصاد او بې روزګارۍ له امله، په لويه شمېره کې پاکستانیان هر کال یورپي او خلیجي هیوادونو ته خطرناک او غېرقانوني سفر هڅه کوي.
Forum