د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون په يو استاد د پوهنتون زده کوونکې تور لګولی، چې هغه یې د څو مياشتو راهسې په جنسي توګه ځوروله، د استاد پرضد مقدمه درج کړل شوې او نيول شوی دی.
د ملاکنډ پوهنتون وياند معراج الحميد وي او اې ډيوه ته وويل، دا پېښه په څلورمه فرورۍ شوې، په استاد چې څنګه زده کوونکې تور لګولی، د پوهنتون انتظامیې هغه معطل کړی، د ملاکنډ ليويز هغه نيولی او انتظامیې سره بندي دی پرضد یې مقدمه روانه ده.
نوموړي وويل، په استاد د لګېدلو تورونو په اړه پوهنتون خپله هم پلټنې کوي.
د یاد استاد پرضد په څلورمه فرورۍ د ځورونو، تښتول او کور ته ورتلو او تشدد د مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.
په مقدمه کې زده کوونکې ويلي، د اردو څانګې د شپږم سمسټر زده کوونکې ده.
هغې دعوه یې کړې دغه استاد یې د څو مياشتو راهسې په جنسي توګه ځورولو هڅې کولې، بیا د دې کوېژدن شوې استاد پرې په قهر شوی، دا به یې څارله، بیا یې په کور ورغلی، دې سره یې د واده ناجايزه تور لګولی، بیا دې چغې کړي خلک یې خبر کړی او استاد تښتېدلی دی.
د انتظامیې يو چارواکي وي او اې ډیوه ته وويل، د تورن استاد ضد قضيه روانه ده، عدالت به یې فيصله کوي.
پوهنتون ويلي، په دغه پېښه پوهنتون او زده کوونکي یې ټول خفه دي، وايس چانسلر دا قضيه د جنسي ځورونې د کتنې کمېټۍ ته لېږلې ده.
د پوهنتون په خبره، د تورن استاد پرضد به قانوني کارروايي کولی شي او هغه به بيا مطبوعاتو سره شريکولی شي.
تېر کال د مې په میاشت کې د ملاکنډ پوهنتون د يو زده کوونکی د موسیٰ خان د مړینې پېښه شوې وه.
هغه وخت ويل شوي وو، موسا خان او ملګرو یې هاسټل ته رباب راوړلی او هغه بيا د رباب په سر ویستل شوی بهر د پېښې ښکار شوی او ژوند یې د لاسه ورکړی وو.
Forum