لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري : امريکا به شمالي کوريا دنيوکلئير هيواد په توگه نۀ مني


Kerry Seul
Kerry Seul
دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دواشنگټن دا اراده يوځل بيا تکرار کړې چې نړيواله ورورولي به شمالي کوريا دنيوکلئير وسله لرونکي هيواد په توگه نۀ مني.
دصدرPark Geun-hye پشمول دجنوبي کوريا چارواکو سره خبرو اترو لپاره جان کيري دجمعې په ورځ سيؤل ته رسيدلى. هغه به په جنوبي کوريا کې امريکائي پوځي مشرانو سره هم ليدنه کوي.
دجنوبي کوريائي خپل سيال يون بيونگ سى سره يوځايې دخبرو په مهال جان کيري وويل امريکا به دخپل ځان اؤ ائتلا فيانو په دفاع کولو کې دلم ليټ څخه کار نۀ اخلي.
هغه په Pyongyang غږ وکړو چې ددړکو کولو څخه ډډه وکړي اؤزياته يې کړه ددغه هيواد دنيوکلئير پروگرام په اړه خبرو ته دې راوگرځي.
هيله کيږي شمالي کوريا به په سيمه کې دامريکائي هدفونو دپه نخښه کولو په غرض دخپل توان دڅرگندونې لپاره ډير زر دمينځنۍ فاصلې ديو ميزائيل تجربه وکړي.
له دې وړاندې په سيؤل کې يو امريکائي چارواکي وئيلي دي چې دشمالي کوريا لخوا په نزدې راتلونکي کې دميزائيل دلانچ څه امکان نشته، چې هيله کيږي دهغې رينج به 3,500 کلو ميټره وي اؤ په جاپان اؤ گوام کې امريکائي اډې دگواښ سره مخ کولى شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG