لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په آینده امريکائي چارواکو سره دصدر کرزي ليدنې


يو ريټائرډ امريکائي پوځي کرنل تهامس لينچ ، چې دافغانستان او ددغه هيواد دمستقبل په اړه ديونوي کتاب( طالبانستان) دليکونکو څخه يو دى وائي چې افغانستان څخه دامريکائي ځواکونو دوتلو پلانونه به دوخت څخه وړاندې وي
يو ريټائرډ امريکائي پوځي کرنل تهامس لينچ ، چې دافغانستان او ددغه هيواد دمستقبل په اړه ديونوي کتاب( طالبانستان) دليکونکو څخه يو دى وائي چې افغانستان څخه دامريکائي ځواکونو دوتلو پلانونه به دوخت څخه وړاندې وي
په داسې حال کې چې اوباما انتظاميه افغانستان کې دامريکائي پوځ په مستقبل غور کوي ټاکل شوې ده افغان صدر حامد کرزى دزيارت په ورځ واشنگټن کې دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا او دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره ليدنه کوي.
پينټاگون ته په ورتگ صدر حامد کرزي ته دهغه په هرکلي کې ددرناوي دپوځي دستورې وروستو به دزيارت په ورځ ښاغلى کرزى ليون پنيټا سره ليدنه کوي.
همدغه شان ټاکل شوې ده صدر حامدکرزى به دزيارت په ماښام دخارجه وزيرې هيلري کلنټن سره هم ليدنه کوي.
په پينټاگون او خارجه محکمه کې به ښاغلى حامد کرزى دامريکائي مشرانو سره دغه ليدنې دصدر اوباما سره ، ديو په يو ليدنې څخه يوه ورځ دمخه کوي.
هيله کيږي صدر اوباما سره په ليدنه کې به افغان صدر په امنيتي چارو او کال 2014م کې دزياترو پوځيانو افغانستان څخه دوتلو وروستو په دې معامله بحث کوي چې بايد په افغانستان کې په څومره شمير کې امريکائي پوځيان پاتې شي.
دموجوده پلان ترمخه امريکا به دکال 2014م تراخره افغانستان څخه خپل ټول 68,000 عسکر وباسي.
دغه پلان په ځينو حالاتو پسې مشروط دى او هغه دا چې ايا تر هاغه وخته به افغان پوځ پخپلو لاسو کې په مکمله توگه دامنيتي ذمه وارو داخستو جوگه وي؟ او دا هم نۀ ده په ډاگه چې که چرې ددغه ټاکل شوې نيټې وروستو په افغانستان کې کوم امريکائي پوځيان پاتې کيږي نو دهغوي کردار به څه وي؟
ځينې تجزيه کار باور کوي چې کيدى شي طالبان دغبرگون په اړه پلان جوړوي او په دې انتظار وي چې افغانستان څخه به کله امريکائي او نور لويديز عسکر اوځي.
يو ريټائرډ امريکائي پوځي کرنل تهامس لينچ ، چې دافغانستان او ددغه هيواد دمستقبل په اړه ديونوي کتاب( طالبانستان) دليکونکو څخه يو دى وائي چې افغانستان څخه دامريکائي ځواکونو دوتلو پلانونه به دوخت څخه وړاندې وي.
دطالبانستان په ليکلو کې مرسته کوونکى يو بل تن بريان فيشمين ، څوک چې دنيو امريکا فاؤنډيشن سره دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه يو تجربه کار هم دى دريځ لري چې که چرې امريکا دافغانستان څخه اوځي دافغانستان مستقبل به خطرناک وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG