لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمورنو ژبو نړيواله ورځ نمانځلى شي


دزيارت په ورځ دفرورۍ په 21مه نيټه دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ نمانځلى شي.
سږکال ددغه ورځې موضوع” دمورنۍ ژبې دتعليم لپاره کتابونه “
دمورنو ژبو ورځ په نړيواله کچه دکال 2000ء دفرورۍ دمياشتې څخه هر کال نمانځل کيږي. دغه ورځ په 1952ء کې دهاغو طالب علمانو چې دخپلې مورنۍ ژبې بنگله دپاکستان ددوؤ ژبو څخه ديوې دتسليمولو لپاره يې احتجاج کړى ؤپه ياد کې نمانځلى شي ، په دغو طالب علمانو دموجوده بنگله ديش پايتخت ډهاکه کې پوليسو ډزې کړې وې او وژلي يې وؤ.
ديونيسکو ډائريکټر جنرل ارينا بُکوا ددې ورځې په مناسبت خپل پيغام کې وئيلي دي چې کتابونه دتعليم يافته ټولنو ستنې دي اؤ دغه کتابونه دټولو لپاره دازادۍ داظهار اؤ تعليم لپاره ضروري دي.
ديونيسکو ترمخه دکال 1950 څخه راپديخوا لږترلږه 240 ژبو خپل وجود بائيللى.
يونيسکو وائي چې” مورنۍ ژبه ، په کومه کې چې انسان خپل لمړي لفظونه ادا کوي اؤ دانفرادي سوچ اظهار پکې کيږي، دهر فرد دکلچر اؤ تاريخ بنياد دى “
” يونيسکو زياتوي چې دا خبره ثابته شوې ده چې کله ماشومانو ته دخپل ژوند په لمړو کلونو کې په مورنۍ ژبه کې ښونه کيږي نو هغوي په ښه توگه زده کړه کولى شي “
نوميالي قام پرست سياست دان او دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر افضل خان لاله دمورنو ژبو دنړيوالې ورځې په اړه ډيوه ريډيو سره پخپلو ځانگړو خبرو کې وئيلي دي په دې کې شک نشته چې شاعران، اديبان او ليکوال دخپل لوري دپښتو ژبې او کلتور دپراختيا لپاره زړۀ پورې هڅې کوي خو ترڅو چې دپښتنو قامي وحدت نۀ وي جوړ شوى ترهغې قامي قدرونه وده نۀ شي موندلى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG