اسلام اباد هایکورټ امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي اؤ د ترهګرو ډلو سره د مرستې په تور پاکستان کې د بندي ډاکټر شکیل اپریدي په اړه د بندیانو د تبادلې په معامله د وفاقي حکومت څخه ځواب غوښتی دی.
د خالي - شنبې په ورځ د ډان نیوز په ویب پاڼه د خپور رپورټ له مخې د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي سردار اعجاز اسحاق خان د امریکایي بند څخه د ډاکټرې عافیه صدیقي د راخلاصولو اؤ وطن ته د راستنولو په اړه د خواست اورېدنه کړې ده.
پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو د هڅې په تور د کال 2010 د امریکا په یو زندان کې د خپل 86 کلن بند سزا تېروي.
ډاکټر شکیل اپریدی بیا یو پاکستانی ډاکټر دی چې په کال 2011 کې پرې د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټه کې امریکایي سي آي اې سره د مرستې تورونه لګول شوي وؤ خو وروسته بیا هغه د یوې وسله والې ډلې سره د مرستې د جرم په اساس قید کړل شو اؤ تر اوسه په بند کې پروت دی.
ډان وایي اسلام اباد هایکورټ کې د خواست اورېدنې په مهال د ډاکټرې عافیه صدیقي امریکایي وکیل کلاییو اسمتهـ عدالت کې یوه نوې اعلامیه جمع کړې چې پکې وړاندیز شوی چې د ډاکټرې عافیه صدیقي پاکستان ته د بېرته راوستلو په بدل کې د ډاکټر شکیل اپریدی امریکا ته وسپارل شي.
د عافیه صدیقي وکیل ټینګار کړی چې د بندیانو ددې رقم تبادلې سره پاکستان ته د عافیه صدیقي په راستنولو کې مرسته کيدای شي.
عدالت په دغه موقعه د ډاکټرې عافیه صدیقي د را ایله کولو په بدل کې د ډاکټر شکیل اپریدي امریکې ته د سپارلو په اړه د حکومتي د معلومولو په اړه پوښتنه وکړه.
جسټس سردار اعجاز اسحاق خان د وزیراعظم شهباز شریف له لوري د امریکې مخکیني صدر جوباییډن ته د لیکل شوي خط حوال ورکړه اؤ وې پوښتل چې که د امریکې له لوري په دغه اړه څه ځواب ترلاسه شوی وي نو هغه ځواب څه دی ؟
د خارجه وزارت استازي د اورېدنې په مهال عدالت ته ویلي چې د کورنیو چارو د وزارت ایډیشنل سکتر په دې وروستیو کې د امریکا د سرپرست سفیر سره لیدنه کړې وه اؤ په دې معامله یې ورسره خبرې هم کړې وې خو ددغه لیدنې د پایلو په اړه یې نور تفصیلات مخې ته را نه وړل.
وروسته عدالت وفاقي حکومت ته لارښوونه وکړه چې باید کلاییو اسمتهـ د اعلامیې په اړه هر اړخیز ځواب جمع کړي اؤ راپورته کړل شوې ټولې اندېښنې دې له مینځه یوړل شي، عدالت ددې قضیې نوره اورېدنه تر 21مې فرورۍ ځنډولې ده.
تېره د جنورۍ میاشت کې برتانوي خبري شبکې سکاي نیوز پخپل رپورټ کې ویلي وؤ ډاکټرې عافیه صدیقي ورته د خپل وکیل کلاییو سټافورډ سمیتهـ په خوله ویلي، چې د امریکې (پخواني) صدر جوباییډن ته یې په 76 زره اؤ 500 مشتمل د خپلې قضیې اړوند اسناد او معلومات لېږلي دي اؤ د خپل بند د سزا د بخښلو غوښتنه یې ترې کړې ده.
ډاکټرې عافیه صدیقي ویلي وؤ، هغه هیله منده ده چې یوه ورځ به ډیر زر هغه له بنده خوشې کړل شي.
مېرمن صدیقي ویلي وؤ ، هغه د ناانصافۍ ښکار ده، هره ورځ له یو اذیته تېریږي چې دا اسانه نه ده.
تر دې وړاندې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف هم امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د سزا بخښلو اؤ د هغې د خوشې کولو لپاره د امریکې صدر جوباییډن ته یو لیک لېږلی ؤ.
پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دا مهال د امریکې د ټیکساس ایالت په یو وفاقي زندان کې خپله د 86 کالو د بند سزا تیروي.
هغې ته په کال2010م کې د نیویارک وفاقي عدالت د امریکایي وګړو د وژنې په شمول په اوو تورونو کې د بند سزا اورولې وه.
د عافیه صدیقي خور ډاکټرې فوریه صدیقي د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو لپاره اسلام اباد هایکورټ ته عریضه کړې ده .
پروسږکال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.
په کال 2024 کې د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.
عافیه صدیقي چې د ناین الیون د پېښو په پلان جوړوونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.
په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندېدل.
خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي.
خو د برتانيې د انډیپنډنټ ورځپاڼې خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.
رابرټ فسک د عافیه صدیقي په افغانستان کې نیولو، بیرته پاکستان کې د هغې خپلې کورنۍ سره لیده کاته او د هغې د دریوؤ بچو په اړه ټولې قیصې ته د رازونو ډکه قیصه وايي.
خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.
Forum