لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونه: په افغانستان کې د غنمو فصل د ملخانو د خطر سره مخامخ دی


د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې یو تن لوګری په کندهار کې غنم رېبي
د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې یو تن لوګری په کندهار کې غنم رېبي

د متحده قومونو د خوراک او زراعت ادارې یواېن فوډ اېڼد اېګريکلچر ارګنایزېشن ویلي د افغانستان په اتو شمالي ولایتونو کې ملخانو د غنمو فصل د خطر سره مخامخ کړی دی.

په کابل کې د اېف ای او نماینده رېچرډ ټرېنچ هارټ د غنمو فصل ته د ملخانو خطر زړه دردونکي قیصه وبلله.

ټرېنچ هارټ د کابل نه په جنیوا کې خبریالانو سره خبرې کولې.

هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان د سخت انساني بحران نه تېرېږي په غنمو د ملخانو حمله به ملک دپاره سخت منفي اثر ولري.

د ملخانو مراکن یا د مراکش قسم بوټو دپاره په دنیا کې تر ټولو زیات زیانمن قسم بلل کېږي.

اېف ای او وايي مراکن ډول ملخان د اونو، بوټو، د خوراک فصلونو او وښو ۱۵۰ قسمونه خوړلی شي چې ټول په افغانستان کې پېدا کېږي.

ټرېنچ هارټ وویل سږ کال د ملخانو حمله د یو مېلین مېټرک ټن نه زیات غنم تباه کولی شي چې د ټول سالانه پېداوار څلورمه برخه او مالیت يې ۵۰۰ مېلین ډالر جوړېږي.

هغه زیاته کړه غنمو ته د دغه نقصان نه د دریو مېلینونو نه زیات کسان متاثر کېدلی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، متحده قومونه وايي طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په افغانستان کې انساني بحران نور هم سنګین شوی دی او د ښځو په اړه د طالبانو د تعصب چلند د ملک اقتصادي او بشري صورتحال نور هم خراب کړی دی.

د متحده قومونو د خوراک اداره ورلډ فوډ پروګرام وايي نولس اشاریه نهه مېلین کسان د شدید قحط سره مخامخ دي او شپږ مېلین کسان د قحط په څنډه ولاړ دي. اداره وايي پېنځو کلونو نه د کم عمر قریباً نیمايي ماشومان او ماشومانو ته شېدې ورکونکي دریمه برخه مېندې غذایت د سخت کمي سره مخامخ دي او په اینده ۱۲ میاشتو کې مرستو ته ضرورت لري.

د متحده قومونو ادارې وايي په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې په نړیواله کچه د خوراک، تېلو او د نورو شیانو قیمتونه زیات شوي دي چې په کې افغانستان هم شامل دی.

ټرېنچ هارټ وویل د تېرو دریو کلونو د اوچکالۍ وروسته په افغانستان کې بارانونه شوي وو او د غنمو د ښه پېداوار امید کېدلو خو د ملخانو یرغل ګټه ور فصل د نقصان سره مخامخ کولی شي او سږ کال او اینده کال به د خوراک د عدم تحفظ صورتحال پېدا کړي.

هغه وویل په زرګونو کسان ملخانو په وژلو کې مصروف دي خو هغه زیاته کړه د دغو کوښښونو اثر به محدود وي.

د اېف ډبلیو او چارواکي وویل ملخان په کیمیاوي طریقه هم ختمیدلی شي چې موثره لاره ده خو د دې رسد محدود دی.

هغه وویل طالبانو د واکمنېدو نه پس په افغانستان کې ملخانو د مخنیوي مضبوط پروګرام کمزوری شوی دی. هغه وویل که د ملخانو مخنیوی و نه شو نه اینده کال به يې په شمېره کې ۱۰۰ چنده اضافه وشي نو نه یوازې به په افغانستان کې خوراک او زراعت دپاره مسلې جوړې کړي بلکې د ګاونډیو ملکونو دپاره به هم مشکل جوړ شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ د اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG