لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي د پي ټي اېم د مشرانو پرضد ریاستي ګامونه غیرقانونه بللي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان) د خېبر پښتونخوا صوابې (سوابۍ) ضلعي انتظاميې له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پرضد د مقدمو درج کولو او د هغوي د ګرفتارې وارنټ جاري کول غیرقانونه او بې انصافه بللي.

ادارې ویلي د هېواد اساسي قانون هر وګړې او ډلې ته د راېې د ویناازادۍ او د جلسو جلوسونو حق ورکوي او بايد چې د غورځنګ د مشرانو پرضد لومړی په عدالت کې چالان وړاندې شي.

د خيبر پښتونخوا د صوابې ضلعې پوليسو تیره (خالي/ شنبې) په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د تیرې میاشتې په ۱۲مې نېټه په سوابۍ کې د جلسې کولو پر سر مقدمه درج کړې او هم تیره ورځ يې د غورځنګ د یو شمیر مشرانو د نیولو یا ګرفتارۍ وارنټونه هم جاري کړي.

PTM Arrest Warrants
PTM Arrest Warrants

د بشري حقونو د سازمان مشر ډاکټر مهدي حسن وي او ای ډیوه ته ویلي پښتنو ته د خپلو رايو یا وینا او غوښتنو حق نه ورکول او د هغوي زورول به د رياست لپاره خطرناکې پايلي یا نتېجې ولري. داکټر مهدي حسن وايي:

٫٫ دا عمل به ډيرې خطرناکې نتيجې ولري. د غورځنګ هغه ملګرې چې د هېواد د اليکټرانکي جرمونو (ساېبر کراېمز) د مخنیوي د قانون لاندې په ځندانونو کې دي، نوغورځنګ کولې شي د ايچ ار سي پي سره خپل شکايتونه په ليکلي بڼه شريک کړي.٬٬

د سوابۍ پوليسو د غورځنګ په مشرانو د رياست او پوځ پرضد د کرکې او راپارونکو تقريرونو تورونه لګولي خو د غورځنګ مشرانو د پوليسو لخوا په (ايف ايي ار) یا رپورټ کې لګول شوي تورونه رد کړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کميشن (اېچ ار سي پي) د ضلعي انتظاميې د دغه ګام په ځواب کې ويلي د پاکستان اساسي قانون د هیواد هر وګړي او ټولګي ته د وینا د ازادۍ، جلسو جلوسونو او د رياست نه د ګيلو او مطالبو حق ورکوي.

اېچ ار سي پي په خپل بیان کې ویلي که د غورځنګ د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې وي نو بايد چې په سمدستي ډول انتظاميه عدالت ته چالان وړاندې کړي او د دغې وړاندې څوک وه نه نیول شي. ادارې ویلي تر څو چې دغه لانجه په عدالت کې وي او فيصله يې نه وي شوي نو حکومت د غورځنګ د مشرانو پرضد د څه قسمه ګامونو حق نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د پارليمان غړي محسن داوړ غړو پرضد مقدمه د حکومت لخوا په تحریک فشار اچولو يو چال بللی او زیاتوي د پاکستان د قانون لاندې به د دغه مقدمۍ مخه نیسي.

پښتنون تحفظ مومنټ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي خو د دغه تحرکی مخالفین تور لګوي چې دوي د پاکستان رياست او امنيتي ادارې د پښتنو د حقونو د سرغړونو او د عدالت پرته د وژلو بې ځايه تورونه لګوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالين د ترهګرې پرضد جنګ کې د ځپل شوو، په زوره بې درکه کړی شوو، او د عدالت پرته د خلکو د وژنو پرضد د هېواد په بيلا بيلو سيمو کې جلسې جلوسونه او مظاهرې کوي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشران ادعا کوي په تېرو لسو کالو کې يواځې د پاکستان پخوانو قبایلي سیمو یا فاټا نه ٣٢٠٠٠ پښتانه بې درکه کړې شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG