لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې افغان ښځې په زوره نه وباسي، د بشري حقونو د فعالانو غوښتنه


Afghan women Islamabad Pakistan protest
Afghan women Islamabad Pakistan protest

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو د هیواد څخه د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د افغان ښځو د ایستلو په پرېکړه اندېښې ښکاره کړي او یو ځل غوښتنه یې کړې ده چې دوې ته دې په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

د بشري حقونو فعالانو د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې ده چې نړیوالو هیوادونو سره د کډوالو په ستونزه خبرو کې مرسته وکړي تر څو دوې ته یو دریم هیواد ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د مارچ په اتمه په اسلام اباد کې شوي د عورت مارچ په مهال د بشري حقونو فعالانو د خپلو حقونو د غوښتنو تر ځنګ د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره هم غږ پورته کړو او وي ویل د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې دننه او بهر تر ټولو زیاتې افغان ښځې او نجونې اغیزمنې شوې دي.

د ښځو د حقونو مبارزه سیده مجیبه بتول ډیوه ته وویل،د افغان ښځو سره تر ټولو زیات ظلم کیږي ، د هغوي څخه د ژوند ټوله حقونه اخستل شوي اؤ د ټکنالوژۍ او معلوماتو په دې دور کې هم د دوي پر تعلیم او کار بندیز لګول شوی او کورونو کې کښېنول شوې دي.

هغې وویل باید د ټولې نړۍ ښځې د دوي د حق لپاره غږ پورته کړي.

په عورت مارچ کې په پټه ګډون کوونکې یو افغان کډوالې د خپلې پېژندګلو نه څرګندولو په شرط ډیوه ته وویل د پاکستان په شمول ټوله نړۍ مونږ بیرته هلته لیږل غواړي چرته چې غږ هم نشو کولی، د حق غوښتنه خو لرې خبره ده.

ددغه افغان مېرمنې (چې نوم یې نه ښودلو) وینا وه "زه درې کاله وړاندې د افغانستان څخه راغلې وم، زما کوچني ماشومان دي، د طالبانو له وجې افغانستان ته نشو تللی، نو چرته ولاړ شو. زه د پاکستان حکومت څخه خواست کوم، مونږ دې دلته پریږدي یا نورو هیوادونو سره دې خبرې وکړې چې یو دریم هیواد ته زمونږ د تګ مسله حل شي"

پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ د زیاتیدونکو پیښو پړه پر اورپکو ډلو اچوي اؤ تور لګوي چې دا اورپکي له افغانستان څخه فعالیت کوي.

ددې تر څنګ پاکستاني چارواکي دا هم وایي چې په ملک کې د تاوتریخوالي پېښو کې د افغان کډوالو د ګډون ثبوتونه لری خو په افغانستان واکمن طالبان دغه تورونه په سختۍ سره ردوي او غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د ویستلو عمل دې وځنډول شي.

د روانې مارچ میاشتې په اوومه پاکستان افغان سټیزن کارډ لرونکو افغان کډوالو ته هم امر وکړو چې د مارچ تر ۳۱ نیټې پوری له هیواده ووځي او یا د اپریل د لومړۍ نیټې څخه په زور د ایستلو له عمل سره مخامخ شي.

ردا خان
د بشرې حقونو فعاله ردا خان ډیوه سره خبرو کې وایي "د افغان ښځو د ویستلو کوم عمل چې روان دی په دې اړه مونږ غږ رابرسیره کوو ولې چې په افغانستان کې د ښخو لپاره هیڅ ژوند نشته"

هغه وایي" په افغانستان کې دا مهال انجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې تعلیم ترلاسه کولی شی نو تر دې وروسته به د دوي څه ژوند وي چې نه کار کولی شې او نه اعلا تعلیم تر لاسه کولی شی. افغانان په پاکستان کې د کلونو راهسې اوسي. دا ملک د هغوی هم دی"

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) له اړخه د مارچ په اوومه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، کال ۲۰۲۳ اکتوبر کې د اسناد نه لرونکو افغانانو د ویستلو د عمل شورو کیدو راهسې په زور د ویستل شوو د څلویښتو زرو افغانانو په شمول تر اوسه له 842,000 څخه زیات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي. چې د یوې اندازې تر مخه پکې د څلورو لکو څخه زیاتې ښځې او ماشومان دي.

بشرې حقونو فعاله فاظمه عاطف ډیوه سره خبرو کې وایي پاکستان کې افغان ښځې د تورنو خلکو په رنګه د کورونو څخه نیول کیږي او واپس خپل ملک ته لیږل کیږي.

هغه وایي "په دغو ښځو کې سیاست مدارې، مطبوعاتي غړې یا د بشرې حقونو فعالانې شته چې خپل ملک ته د تلو سره ورته د ژوند خطر دی. زموږ غوښتنه ده چې د افغانانو د ویستلو عمل دی په سمدستې توګه ودرؤل شي"

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو هم په افغانستان له واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر حقونو دې بندیز ختم کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG