دسندهـ هائيکورټ دجمعې په ورځ دپاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دنيولو څخه وړاندې دضمانت درخواست منظور کړى دى.
په کومو کيسونو کې چې دپرويز مشرف ضمانت منظور کړل شوى په هغې کې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو دوژنې، دبلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بگټي وژنه اؤ دسپريم کورټ دججانو لرې کول شامل دي.
عدالت پخواني صدر ته امر کړى چې دهر کيس پسر دې دضمانت 100,000 روپۍ وړاندې کړي.
پرويز مشرف ته د14ؤ ورځو دغه حفاظتي ضمانت دهاغه ائيني درخواست په ځواب کې ورکړل شوى چې دمشرف لور ايله رضا دخپل پلار له لوري دسندهـ هائيکورټ کې جمع کړى ؤ.
پخواني صدر جنرال(ر) پرويز مشرف چې په 1999ء کې يې دپاکستان په اقتدار قبضه کړې وه اؤ په کال 2008م کې دمواخذې له ويرې مستعفي شوى ؤ ، پلان لري چې په 11مه مئ پاکستان کې ترسره کيدونکو عامو انتخاباتو کولو لپاره داتوار په ورځ هيواد ته ورستون شي، خو په هغه پاکستان کې دوژنو دسازش اؤ ججانو په غيرقانوني توگه دنظربندۍ تورونه دي.