لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : پخواني وزير عاقل شاه ته په جعلي ډگرۍديو کال قيد سزا


دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې يوې محکمې دجعلي ډگرۍ دلرلو پسر دعوامي نيشنل پارټۍ ديو مشراؤ خيبرپښتونخوا اسمبلۍپخواني غړي سيد عاقل شاه ته ديو کال دبنداؤ دريوؤ زرو روپودجرمانې ادا کولو سزا اورولې ده.
سيد عاقل شاه د2008م په انتخاباتو کې دپيښور څخه دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړى منتخب شوى ؤ اؤ هغه په تيره کابينه کې دلوبو وزير هم پاتې شوى.
عاقل شاه ته دزيارت په ورځ پيښور کې دغه سزا جج شهبر خان دعوامي استازيتوب داکټ دشق 82م لاندې اورولې ده.
دعاقل شاه دبي اى ډگري جعلي ثابته شوې وه اؤ هغه ته په دې اړه دغلط حلفي بيان په جمع کولو دغه سزا اورول شوې ده.
دعدالت څخه دسزا موندل کيدو وروستو عاقل شاه جيل ته ليږل شوى دى.
دسپريم کورټ دفيصلې په تعميل کې دجعلي ډگرۍ لرونکو پخوانو داسمبلو دغړو په ضد عدالتي فيصلو کې چټکتيا راغلې ده اؤ دزيارت په ورځ په جعلي ډگرۍ لرلو په پاکستان کې يو ډسټرکټ اينډ سيشن جج دمسلم ليگ(ن) سره تعلق لرونکى دقومي اسمبلۍ پخوانى غړى سيد سلمان محسن اشتهاري گرځولى
دپاک پتن محکمې د(ن) ليگ پخوانى دصوبائي اسمبلۍ غړى سلمان محسن گيلاني پرله پسې په غيرحاضرۍ اشتهاري گرځولى.
له دې وړاندې سپريم کورټ کې دجعلي ډگرۍدکيس داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري په ډاگه کړې وه چې دائين لاندې که چرې داسمبلو غړو قصداً غلط بياني کړي وي نو دهغوي په ضد فوجي کارروائي کيدلى شي.
په 7م مارچ 2013م اليکشن کميشن اف پاکستانداسمبلۍ دځينو غړو په ضددجعلي ډگرۍ لرلو مقدمې بيا داوريدنې لپاره پرانستې وې.
پيښور کې په 30م مارچ دجعلي ډگرۍ لرلو کيس کې دپي کى 34 صوابۍ څخه د2008م انتخاباتو کې بريالي شوي پخواني دصوبائي اسمبلۍ غړي سردار علي خان ته ددريوؤ کلونو دبند اؤ پينځوؤ زرو روپودجرمانې سزا اورول شوې وه.
همدغه شان په يکم اپريل دمظفرگړهـ يو ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ دجعلي ډگرۍ لرلو کيس کې دقومي اسمبلۍ په پخواني غړي جمشيد دستي فردجرم لگولى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG