دانتخاباتي اصلاحاتو په اړه ديوې مقدمې داوريدنې په مهال دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري وئيلي دي چې دراتلونکو انتخاباتو ترسره کيدو کې به ديوې ورځې دځنډ اجازت هم نۀ شي ورکولى.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ دسترې محکمې درې کسيز بينچ اتم جون 2012م کې په ورکړل شوې فيصله دعمل درامد په اړه دکيس اوريدنه وکړه.
داوريدنې په مهال چيف جسټس وويل يو ناسم گام انتخاباتو کې تر نامعلومې مودې دځنډ علت جوړيدى شي.
چيف جسټس وويل قومي اسمبلي خپله موده پوره کوي اؤ زياته يې کړه چې دقومي اسمبلۍ پرته سينيټ قانون سازي نۀ شي کولى.
ددې په ځواب کې داليکشن کميشن اف پاکستان وکيل منيرپراچه وويل په دغه صورت کې به بدلونونه دارډيننس په پاس کولو سره کيږي.
همدغه شان چيف جسټس پخپلو څرگندونو کې وويل اليکشن کميشن دنامزدگۍ فارمونه دعدالت دهداياتو اؤ اړونده ائيني تقاضو سره سم خپروي.
هغه وويل اليکشن کميشن يوه ازاده اداره ده اؤ ضروري گامونه اخستى شي اؤ زياته يې کړه چې عدالت کميشن ته ددغسې کولو اختيار ورکړى.
دهغه وينا وه حکومت دکميشن په ټولو تجويزونو عمل کولى شي.
خو اټارني جنرل عرفان قادر اعتراض وکړو اؤ وې وئيل کميشن څنگه پخپله دنامزدگۍ دفارمونو منظوري ورکولى شي.
عرفان قادر وويل که هر څو حکومت دزياترو تجويزونو سره متفق دى ، خو بيا هم په ځينو معاملو تحفظات لري.