لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وائي ډرون بريدونه دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده


دامريکائي ډرون بريدونو له امله داوښتونکې مرگ ژوبلې دپلټنو کوونکو ملگرو ملتونو دډلې مشر په ډاگه کړې ده چې ددغو بريدونو له امله دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه کيږي.
دبشري حقونو اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي بين ايمرسن وائي چې دپاکستان حکومت ورته دا خبره په ډاگه کړې ده چې هغوي په دغو بريدونو راضي نۀ دي.
دهغه وينا ده چې پاکستاني چارواکو ورته وئيلي هغوي په امريکائي ډرون بريدونو کې د400ؤ اولسي وگړو دوژل کيدو پخلى کړى.
دايمرسن دډلې سره مرسته کوونکي يو پاکستاني تجزيه کار امتيازگل دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دملگرو ملتونو پلټونکو ته يې دداسې 25ؤ بريدونو په اړه معلومات ورکړي چې پکې په شکمنه توگه اولسي وگړي وژل شوي.
دايمرسن دغه بيان دزيارت په ورځ وروستو له هغې جاري شوىچې هغه پاکستان ته خپل درې ورځني سفر دشورو په ورځ پايې ته ورسولو.
امريکائي چارواکي په واضحه ډول ددې خبرې پخلى نۀ کوي چې گنې په دغو بريدونو کې اولسي وگړي هم وژل کيږي اؤ تور لگوي چې پاکستان په پټ ډول ددغو بريدونو سره راضي دى.
خو پاکستاني چارواکو وخت په وخت امريکائي چارواکو څخه ددغو بريدونو داودرولو غوښتنه کړې اؤ دريځ لري چې په ډرون بريدونو کې نۀ يواځې دا چې دهغوي دخپلواکۍ څخه سرغړونه کيږي بلکې پکې داولسي وگړو دوژل کيدو له امله دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دمرستې پځايې تاوانونه اوړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG