د پاکستان او چين ترمنځ غټه لاره شاهراه قراقرم باندې د درېو ورځو راهسې د ديامر باشا ډېم متاثرینو احتجاج روان دی. احتجاج کوونکي وايي د غوښتنو منلو پورې به په سړک دپاسه ناست وي.
د ګلګت بلتستان ديامر باشا ډېم اغېزمن وايي، د دوی سره په کال 2010م کې ژمنې شوې خو هغه تراوسه نه دي پوره شوي.
د ګلګت بلتستان په چلاس کې د احتجاج کوونکو د کمېټۍ غړی عابد حسېن وايي، د دوی سره د حکومت او واپډا لخوا په کال 2010م کې د چولها متاثرين، د زرعي ځمکې ورکولو، په غنمو د سبسډۍ، پلاټونو او سيمې ته د ويړيا بجلۍ سره نورې څومره ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره شوي.
نوموړي وويل، دا وخت دوی د شاهراه قراقرم سړک نه دی تړلی په غاړه احتجاج ته ناست دي، خو نن حکومت ته د دوو ورځو کې ورکوي، که په دوی ورځو کې یې غوښتې ونه منل شوې، بيا به د ډېم په لور ځي او لارې بندولو پله هم تللی شي.
په ګلګت بلتستان کې حکومتي وياند فېض الله فراق وايي، د سيمې د خلکو په احتجاج خبر دي، د مرکزي حکومت، واپډا او احتجاج کوونکو ترمنځ د ګلګت بلتستان حکومت د درېمګړي رول هم لوبوي.
هغه وويل، د احتجاج کوونکو غوښتنې سمې دي او دوی سره د مرکزي حکومت او واپډا لخوا ژمنې شوې وې.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د 2020م کال د جولايۍ په مياشت کې د پوځ د مشرانو او په اسلام آباد کې د چین د سفیر په ملګرتیا، د ديامير باشا ډېم جوړولو ځای ته ورغلی او ویلي یې وو، د دې ډېم د جوړولو پیل، د یو "نوي تاریخي باب" په ډول لمانځي.
هغه وخت تمه څرګنده کړل شوې چې د دیامیر باشا ډېم د جوړېدو کار به تر 2028م کال پورې ختم شي او په دې به ټولټال څه دپاسه اته بیلینه ډالره خرچه راځي.
ويل شوي وو، د دې ډېم نه به په مختلفو مقاصدو ګټه واخیستل شي او انتظار دی چې 4500 میګاواټه ارزانه بجلي هم تولید کړي.
د ډېم په اړه ويل شوي، چې دا ډېم به د شپږنیم میلینه اېکړه فټه اوبو د ذخيرې وړتیا ولري او د 272 ميټرو په جګوالي به د ګلګت بلتیستان په شمالي برخه کې جوړ شي، چې د چین بارډر نه شاوخوا 400 کلوميټره لرې پروت دی.
چارواکي وایي چې د دې ډېم په جوړېدو سره به خلکو ته د روزګار موقعې هم برابر شي او زراعت ته به یې هم فایده ورسیږي.
Forum