لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دائي ايس ائي مشر اؤ نورو ته دعدالت دسپکاوي نوټسونه جاري کړل شوي


جنرال ظهيرالاسلام
جنرال ظهيرالاسلام
دخفيه ايجنسۍ دڅلورو سويلين چارواکو لخوا په جمع کړل شوي يو درخواست داسلام اباد هائيکورټ( ائي ايچ سي) جسټس رياض احمدخان دزيارت په ورځ دپاکستان دخفيه ادارې( سي ائي اى) مشر ليفټننټ جنرال ظهيرالاسلام اؤ يو شمير نورو حکومتي چارواکو ته دعدالت دسپکاوي نوټسونه جاري کړي دي.
پخپل درخواست کې جونئير انيلسټس سجادعلي، شاهد دلاور، محمد شفيق اؤ گل داد وئيلي دي چې هغوي په دکنټريکټ په اساس په بي پي ايس-18 کې کار کوي ، خو دعدالت دهداياتو باوجود ذمه دارانو دهغوي سروسز نۀ دي ريگولر کړي.
عدالت نورو ذمه دارانو ددفاع سيکرټري، ليفټننټ جنرال(ر) اصف ياسين ملک، داسټيبشلمنټ سيکرټري تيمور عظمت عثمان اؤ دکنټرکټ دملازمانو دريلگولر کولو په اړه دکابينې دسب کميټۍ چئيرمين سيد خورشيد احمد شاه ته هم نوټسونه جاري کړي دي.
دائي ايس ائي دمامورينو وکيل شعيب شاهين وويل په دسمبر 2012م کې ديو شمير محکمو اؤ وزارتونو دکنټرکټ عملې لخوا په جمع کړل شوؤ درخواستونو دفيصلې اورولو په مهال عدالت وفاقي حکومت ته امر کړى ؤ چې دائي ايس ائي دڅلورو چارواکو پشمول دې د1,000ؤ څخه دزياتو کارکوونکو سروسز ريگولر کړي.
هغه وويل دنورو محکمو پشمول يادو شوؤ ذمه دارانو ته هم ددغه عمل دمکملولو لپاره ديوې مياشتې وخت ورکړل شوى ؤ، خو ذمه داران دعدالت په احکاماتو عمل درامد کولو کې ناکامه شوي دي اؤ داسټيبشلمنټ ډويژن له لوري تر دې مهاله کوم رسمي هدايات نۀ دي جاري شوي.
دهغه وينا وه دحکومتي چارواکو عمل دعدالت دسپکاوي برابر دى اؤ دذمه دارانو په ضد دعدالت دسپکاوي دقانون لاندې کارروائي پکار ده.
ددليلونو اوريدو وروستو محکمې ددغه معاملې اوريدنه دمارچ تر 14مې نيټې پورې وځنډوله.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG