لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین،‌ پاکستان او افغانستان چارواکي نن په اسلام اباد کې دریمه ناسته کوي


د پاکستان د خارجه وزارت لخوا وېل شوي نن دخالي یا شنبې په ورځ به په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او افغانستان د خارجه وزیرانو دریمه ناسته ترسره کیږي.

د پاکستاني وزارت لخوا د خپارہ کړ‎ل شوي خبر ترمخه دغه غونډه به د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشری او کوربه توب کې ترسره کیږي او په یاده غونډه کې به د افغانستان او چين استازي هم ګډون کوي ۔

د بیان ترمخه د چين نماېندګي به د چين خارجه وزير او د سټيټ قونصلر وانګ ژي کوي او د افغانستان حکومت په نماېندګئ به د صدر اشرف غني د قامي امنیت صلاحکار حمدالله محب کوي. وړاندې ددغې وېل شوي وو چې د افغانستان د خارجه چارو وزیر صلاح الدین رباني به د خپل هیواد په استازیتوب په دغه غونډه کې برخه اخلي.

په اسلام اباد کې کیدونکي ننئ غونډه کې به د د درې واړه ګاونډي هیوادونو تر منځه سياسي چارې ، د سيمه ایز امنیت لپاره اخيستل شوي ګامون، د دریواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو ، او د سيمه ایزو ستونځو په سر خبرې اترې کول شامل دي۔

د چين افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د مزاکراتو دغه لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پېل شوې وه.‌ د يادو ملکونو د خارجه وزيرانو لومړۍ ناستې د چين په ښار بيجنګ کې په۲۰۱۷م کې، دويمه په ۲۰۱۸م کې په کابل کې ترسره شوې وې.‌

د دې ناستو مقصد د يادو ملکونو تر ميان اړيکې ښې کول ، امن ته کار کول ، معيشت ټينګول او د معيشت د پر مخ تګ لارې لټول دي ۔

د یادو هیوادونو ننۍ غونډه ځکه هم مهمه ګڼل کيږي چې په افغانستان کې د امن لپاره د امريکا او طالبانو تر ميان د قطر په سرښار کې خبرې اترې رواني دي ۔

د دغه غونډې نور جزیات لا راروان دي .‌

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG