لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د سي پیک پروژو سرته رسولو لپاره به پاکستان اؤ چین د طالبانو حکومت د فشار لاندې راولي؟


د چین صدر شي اود پاکستان صدر زرداري د هرکلي دپاره د پوځي پرېډ کتنه کوي
د چین صدر شي اود پاکستان صدر زرداري د هرکلي دپاره د پوځي پرېډ کتنه کوي

څېړونکي وايي که په پاکستان کې په چينايي وګړو د بريدونو لړۍ دوامداره پاتې کېږي نو ويره ده چې په دې هیواد کې د چين پانګونې وچې شي.

څېړونکي وایي د سي پیک د لاندې د روانو پروژو سرته رسولو لپاره به پاکستان اؤ چین یا خو د افغان طالبانو سره خبره کوي چې د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه واخلي اؤ یا به هم د یو موثره فورم له لارې د افغان طالبانو حکومت د فشار لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او چين په افغانستان کې د طالبانو د لنډ مهاله حکومت څخه غوښتي چې، افغانستان کې موجودې هغه ټولې ترهګرې ډلې باید ختمې کړي چې د سيمې او نړيوال امنیت مخې ته ګواښ دي.

دواړو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې د افغانستان په حکومت غږ کړی چې افغانستان کې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر ضد واضحه او د تصدیق وړ ګامونه پورته کړي چې د سيمه ايز او نړيوال امن مخې ته دوامداره خطره ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه بېان ته لا کوم سمدستي غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو وختونو کې یې د پاکستان لخوا د ترهګر ډلو د پالنې دا ډول تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د صدر آصف علي زرداري او چينايي هم منصب شي جن پنګ ترمنځ د ملاقات وروسته جاري شوې په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې دواړو مشرانو په دوه اړخیزه او سيمه ايزو چارو باندې د خبرو نه علاوه د افغانستان په معامله هم تفصلي خبرې اترې کړې دي .

د څېړونکو په وینا په اوسنيو حالاتو کې د مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ له کبله په پاکستان کې کار کونکو چيناېانو ته تحفظ ورکول د پاکستان د حکومت لپاره لوي چېلنج جوړ شوی د.

د څېړونکو په اند، د اقتصادي ننګونو له امله د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک لاندې د پروژو سرته رسولو پرته اسلام اباد سره بله لاره نشته.

د پاکستان او چين په اړیکو ژور نظر لرونکی کار پوهه منیب سلمان وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي "ممکن ده یا خو به په دې اړه افغانستان سره هم خبره وکړی شي، د پاکستان او یا د بل کوم دوه اړخیزه او ګڼ اړخيزه فورم د لارې به په افغانستان باندې د فشار اچولو هڅه وشي چې هغه دې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړي."

د دواړو هیوادونو ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د پاکستان صدر آصف علي زرداري چې د 4مې فرورۍ څخه تر8مې فرورۍ د چين په دوره دی، د چين د صدر او نورو اعلا چينايي چارواکو سره یې ليدلي او په سي پېک، او په سيمه ايزو چارو سره غږېدلي دي.

اعلامیه وایي،دواړه خواو موافقه کړې چې د افغانستان په مسله به له نزدې په رابطه کې وي او په نړيواله ټولنه کې به د افغانستان د مرستو په لړ کې رغنده کردار ولوبوي.

پاکستان تور پورې کوي چې ددې هېواد دننه کېدونکې حملې په افغانستان کې ترتيب کېږي او ترهګرې ډلې د پاکستان پرضد د افغانستان مځکه کاروي خو په افغانستان واکمنو طالبانو دا تورونه تل رد کړي او وايي په کور دننه امنيت ټينګول د اسلام اباد خپله ذمه واري ده.

د زيارت په ورځ خپره شوې اعلامیه کې پاکستاني مشرانو يو ځل بيا د چينايي وګړو او منصوبو تحفظ يقيني کول خپله مهمه ذمه واري بللې ده.


دا وخت په زرګونو چينايي وګړي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د منصوبې لاندې د سړکونو او بنيادي اډانې په پروژو کار کوي او د کال 2017 راهیسې نزدې 21 چينايي وګړي په بېلابېلو ترهګریزو حملو کې وژل شوي دي چې له امله يې د پاکستان او چین دوه اړخیزه اړېکې د فشار لاندې راغلي او ورسره یې د سي پېک په منصوبو هم کار متاثره کړی دی.

څېړونکي وايي که په پاکستان کې په چينايي وګړو د بريدونو لړۍ دوام داره پاتې کېږي نو ويره ده چې دلته د چين پانګونې وچې شي.

د نړیوالو چارو کار پوهه ډاکټر منور حسېن ډیوه سره خبرو کې وویل،بهرنیو پانګوالو ته يو خوندي او پرامنه ماحول پکار وي، مرغې هلته پېدا کيږي چرته چې دانه وي.

هغه وایي که پرامن ماحول نه وي نو سرمایه کار به بيا نه راځي.

چين په کال 2014م کې د سي پېک لاندې په پاکستان کې د 65 اربو ډالرو په لګښت د توانايۍ او بنيادي اډانې په منصوبو کې د پانګونو اعلان کړی و او د چينايي مطبوعاتو ترمخه ددې منصوبې په لومړي پړاو کې دواړو هېوادونو په ګډه د 25 اربو ډالرو په لګښت 38 منصوبو باندې کار مکمل کړی دی.

سي پېک په اصل کې د چين د يو کمر، يوې لارې د منصوبې برخه ده چې هدف يې د اېشيا، يورپ او افريقا ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده.

سي پېک د چين د شينجيانګ صوبې د کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندر ګاه پورې 3000 کلو ميټره اوږده راهداري ده، چې د سړکونو، رېل پټلۍ او توانايۍ منصوبې په کې شاملې دي.

د سي پېک زياتره برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او دا منصوبې بلوچ بېلتون پاله وسله والې ډلې د بلوڅانو د شتمنو تروړنکي بولي او ورباندې حملې کوي.

د امنیتي چارو کارپوهه عبدالله خان ډیوه ته وایي "زما په خيال چين ته هم فکر کول دي چې په دې صورتحال کې هغه ته څه کول پکار دي چې اعتماد جوړ شي او مقامي خلک د چين د پرمختيا دې کارونو ته په مثبت نظر وګوري"

ویل شوي، دواړو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مبارزې او دغه برخه کې د دوه اړخیزه او ګڼ اړخيزه همکارۍ په لا نور پياوړي کولو هم اتفاق کړی دی.

پاکستان وايي، چينایانو باندې د شوو بريدونو پلټنې به جاري وساتي او دغو پېښو کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته کش کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG