لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بدرمنير نن هم دپښتنو په زړونو کې ژوندى دى


دثقافت وزير ميا افتخار وائي په دنيا کې که چرې دقدرتي اداکار موازنه کيږي نو زما په فکر په هغوي کې به بدر منير تر ټولو وړاندې وي
دثقافت وزير ميا افتخار وائي په دنيا کې که چرې دقدرتي اداکار موازنه کيږي نو زما په فکر په هغوي کې به بدر منير تر ټولو وړاندې وي
دپښتو فلمونو د وړومبي هيرو بدرمنير د مړينې کۀ هر څو نن څلور کاله پوره شول خو تر اوسه پښتانۀ په ذهني توگه دا نۀ قبلوي چې گنې بدرمنير د هغوئ په مينځ کې نشته .
نن کۀ د پښتو فلم انډسټري د څومره زوال سره مخ ده د هغې وجوهات کۀ بلها نور هم ډير دي خو دبدر منير سره دجنون تر حده مينه لرونکي دا گڼي چې ددې عمده علت دادى چې پښتو فلمونه د بدرمنير نه شروع شوي وؤ اؤ هم په بدرمنير ختم شول.
څلور کاله دمخه دپښتو فلمونو نوميالى هيرو بدر منير ددې دنيا نه رخصت شوى ؤ خو نن څلور کاله وړاندې هم هغه د پښتون قام اؤ د پښتو فلمونو د مينه والو په زړونو اؤ ذهنونوکې همغه شان ژوندى دى.
دبدر منير پخوانى ملگرى او فلم پروډيوسر حضرت گل وائي بدرمنير نۀ مري خو داسې ښکاري چې دپښتو فلمونو انډسټري او سنيما مړۀ شوې ده.
دحضرت گل وينا ده په پخواني دور کې به که دفلم په جوړيدو دوه کلونه وخت لگيدو نو دغه فلم به دوه کاله چليدو هم.
دپښتو فلمونو نوميالي هيرو بدرمنير د700ؤ څخه زياتو فلمونو کې کار کړى ؤ چې پکې 85 داردو،11 دپنجابۍ، درې دسندهۍ او يو دهندکو فلم شامل دى.
اديب ، شاعر او ډرامه نگار خالقداد اميد وائي چې دپښتنو فنکارانو او عام اولس لپاره دبدر منير په ژوند کې زيات سبق پروت دى ځکه چې دکراچۍ دښار په کوڅو کې يو رکشه چلونکى پخپل محنت دفن دومره لوړ مقام ته ورسيدو.
دبدر منير په مشهورو فلمونو کې اوربل،خانه بدوش، علاقه غير،باغي، ديدن، کوچوان، يوسف خان شيربانو، الزام،ټوپک زما قانون،ادم خان درخانۍ اؤ دهقان شامل دي.
هسې خو بدرمنير دخپل ژوند اخري ورځې شپې دتکليف ډکې تيرې کړې وې خو دخيبرپښتونخوا حکومت وائي چې د بدرمنير د مړينې څخه وروستو دپيښور سنيما روډ يې دهغه په نوم کړى او دسوات په مدين سيمه کې اوسيدونکو دهغه ښځې او بچو ته مالي مرستې ورکوي.
دخيبرپښتونخوا دثقافت وزير ميا افتخار وائي په دنيا کې که چرې دقدرتي اداکار موازنه کيږي نو زما په فکر په هغوي کې به بدر منير تر ټولو وړاندې ځکه وي چې تعليم يې هم نۀ ؤ او نۀ يې دکومې اکيډيمۍ څخه تربيت ترلاسه کړى ؤخو بيا يې هم په خپله ژوندۍ اداکارۍ د خلکو زړونو کې لارې پيداکړي دي.
د پښتو فلمونو د تيرو وختونو نوميالۍ هيروئن اؤ د بدرمنير نزدې ملگرې مسرت شاهين ډيوه راډيو ته وويل بدر منير يو داسې تاريخ رقم کړى دى چې تل تر تله به دخلکو په زړونو او ذهنونو راج کوي.
هغې وويل بدرمنيرپيدا شوى هم دفن دپاره ؤ او هغه سره چې به په فلم کې چاهم کار کولو نو دزده کړې ښه موقع به په لاس ورتلله.
همدغه شان دپښتو فلمونو يو بل نوميالي اداکار او دبدرمنير سره نزدې پاتې شوي ملگري امان ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل پښتانۀ که چرته په ډيرو خبرو اختلاف لري خو په دې يوه خبره متفق دي چې پښتو فلمونو کې ژوند دبدرمنير ژوندو کردارونو او لازواله فني صلاحيتونو پيدا کړى ؤ.
هغه وويل بدرمنير سره چې يې دځوانۍ څومره شپې ورځې يو ځايې تيرې شوي دي په هغې کې يې بدرمنير ديو مخلص، ساده او مينه ناک انسان په توگه پيژندلى ؤ او نن چې هغه په دنيا کې نشته نو فن او انسانيت سره دهغه مينه دا ډاډ وربخښي چې فنکار نۀ مري.
د بدرمنير د فن او ژوند په اړه یو رپورټ لاندي اوریدې شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG