لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : وزيراعلي حيدرهوتي دځانمرگي بريد څخه روغ وتلى


KP Laptop Ameer Haider Khan Hoti
KP Laptop Ameer Haider Khan Hoti
دجمعې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ديو ځانمرگي بريد څخه بچ وتلىدى.
چارواکي وائي دغه بريد دمردان په سيمه کې هاغه وخت ترسره شو کله چې وزيراعلي دعبدالولي خان يونيورسټۍ ترڅنگ دگاډو په يو قافله کې په مردان کې کيدونکې يوې جلسې له روان ؤ.
دپوليس سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دوزيراعلي ساتونکو په دغه مهال يو شکمن تن وليدو چې هغه غوښتل وزيراعلي باندې ځانمرگي بريد ترسره کړي.
سرچينې وائي پوليسو په دغه شکمن تن ډزې وکړې چې له امله يې هغه پسې تړل شوي چاؤديدونکي مواد والوتل.
په دغه بريد کې وزيراعلي اؤ دهغه دقافلې نورو ملگرو ته هيڅ زيان نۀ دى رسيدلى.
پوليس وائي دبريد څخه وروستو دپيښې په اړه پلټنې پيل کړل شوي.
تردې مهاله دوزيراعلي په کاروان دشوي دغه بريد پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې چې دعوامي نيشنل پارټۍ په څومره مشرانو ځانمرگي بريدونه ترسره شوي نوپه هغې کې دزياترو پړه دپاکستاني طالبانو تحريک پخپله غاړه اخستې ده.
دعوامي نيشنل پارټۍگڼ شمير لوړپوړي مشران په دغسې ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي.
دتيرکال په وروستيو کې هم دعوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکى دخيبرپښتونخوا سينئر وزير بشيراحمدبلور په پيښور کې ديو ځانمرگي بريد په ترڅ کې وژل شوى ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG