لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اى اين پي اليکشن کميشن څخه دامنيت غوښتنه کړې


په پاکستان کې دترهه گرۍ دگواښونو سره دمخ ملت پاله سياسي گوند عوامي نيشنل پارټۍ مهم مشر حاجي غلام احمد بلور ددغه هيواد دټولټاکنودکميشن څخه غوښتنه کړې ده چې بايد دټولټاکنو په مهال داى اين پي هاغو مشرانو ته امنيت ورکولو دپاره کوټلي گامونه واخستل شي، چې دترهه گرۍ دگواښونو سره مخ دي.
ښاغلي بلور دغه غوښتنه وروستو له هغې کړې چې دزيارت په ورځ په پيښور کې په عوامي نيشنل پارټۍ پسې تړاؤ لرونکي پخواني صوبائي وزير اؤ اوسنو ټولټاکنو ته په ولاړ اميدوار ارباب ايوب جان بمي بريد ترسره شوي بمي بريد کې يو تن ژوبل شوى اؤ پخپله ارباب ايوب جان ددغه بريد څخه روغ وتلى ؤ.
دپيښور پريس کلب کې ميډيا سره دخبرو په مهال غلام احمدبلور وويل دخيبرپښتونخوا نگران حکومت دعوامي نيشنل پارټۍ مشرانو ته يواځې بنيادي تحفظ ورکړى اؤ زياته يې کړه چې دغه عمومي حفاظتي انتظامات دممکنه بريدونو مخه نۀ شي نيولى.
غلام احمد بلور وويل عوامي نيشنل پارټي دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال دترهه گرۍ په ضد جگړه کې اى اين پي دلمړي صف گوند پاتې شوى اؤ په دغه جگړه کې يې دمنتخبو استازو اؤ يو صوبائي سينئر وزير پشمول د650ؤ کارکوونکو قرباني ورکړې
بلور وويل دا بې انصافي ده چې پاکستان ته په راستنيدو دپخواني پوځي امر پرويز مشرف دتحفظ لپاره کافي امنيتي انتظامات کيږي اؤ جمهوري مشران دخداې په رحم پريښودل کيږي.
بلور په اليکټرانک ميډيا هم تور ولگولو چې دپاکستان تحريک انصاف اؤ متحده قومي موومنټ پشمول دسياسي گوندونو څخه دملينونو روپو په اخستو دهغوي دمشرانو مرکې اؤ اشتهارونه نشروي.
بلور وويل جوماتونه دسياسي مقصدونو لپاره استعماليدل نۀ دي پکار اؤ داليکشن کميشن څخه يې غوښتنه وکړه چې ددغو عبادت خانو دننه کوم سياسي گوندونه هلې ځلې کوي بايد په هغوي پابندي ولگول شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG