لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قلات کې د 18 پوځیانو له وژل کېدو وروسته جنرل عاصم منیر بلوچستان کې ویلي ترهګرو ته به ماتې ورکوي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د بلوچستان په قلات سیمه کې د وسلوالو په برید کې د اتلس پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د صوبې مرکز کوټې ته سفر کړی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د بلوچستان په قلات سیمه کې د وسلوالو په برید کې د اتلس پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د صوبې مرکز کوټې ته سفر کړی.

د پاکستان ناکراره صوبه بلوچستان کې وړمه شپه د نیم پوځي‌ ملېشه ځواک په سرتېرو له شوي خونړي برید وروسته د هیواد پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر بلوچستان صوبې ته رسېدلی اؤ هلته ورته د صوبې د امنیتي وضعې په اړوند احوال تېر کړل شوی دی.

د پوځ مشر ښاغلي جنرال عاصم منیر ویلي،د بهرنیو بادارانو کوم لاسپوڅي چې ترهګرۍ کې ککړ دي، "له هغوي خبر یو اؤ تش په نوم د دوست په څېر دښمن که هر څه هم وکړي پوځ به ورته د قام په مرسته ماتې ورکوي".

جنرال عاصم منیر ترهګرو ته د ماتې ورکولو دا عزم وروسته له هغې څرګند کړو چې د پوځ په وینا وړمه شپه د بلوچستان د قلات ضلعې په منګوچر سیمه کې د وسله والو سره نښته کې د ایف سي ځواک 18 عسکر ووژل شول.

پوځ دعوه کړې چې 23 وسله وال یې هم وژلي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار په خپل بیان کې ویلي، پوځي سر لښکر د اوړمې شپې برید کې د وژل شوؤ عسکرو په جنازه کې ګډون کړی اؤ د ژوبلو سرتېرو د پوښتنې لپاره پوځي روغتون ته ورغلی دی.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د پوځ مشر ته د بلوچستان د امنیتي وضعې په اړوند هر اړخیزه احوال تېر کړل شوی اؤ په دغه بریفنګ کې لوړ پوړو پوځي اؤ استخباراتي چارواکو برخه درلوده.

د پوځ د بیان له مخې، جنرال عاصم منیر په دغه موقعه ویلي چې کله اؤ چرته هم ضرورت پېښېږي پوځ به د دښمنانو د نوغي ویستلو لپاره اړین ګامونه اخلي.

هغه ویلي چې ترهګرو اؤ د هغوي سهولت کارانو ته به پوځ د قام په مرسته ماتې ورکوي.

جنرال منیر د چا له نوم اخستو پرته ویلي، "د بهرنیو بادارانو کوم لاسپوڅي چې ترهګرۍ کې ککړ دي ، موږ پرې خبر یو، دا عناصر د منافقت په غبرګ معیار خپلولو د پردې تر شا بل اړخ ته لوبېږي، خو مونږ به د خپلې خاورې اؤ ولس څخه په دفاع کولو ترهګر معلوموؤ اؤ انجام ته به یې رسوؤ"

د پاکستان پوځي مشر که هر څو د چا نوم نه دی اخستی خو په دې وروستیو کې پرله پسې پاکستاني چارواکو تورونه لګولي چې په بلوچستان کې وسله والې ډلې د بهر څخه حمایه کیږي، بلوڅ وسله والې ډلې وایي د خپلو حقونو لپاره وسله واله مبارزه کوي.

د بلوچستان قلات ضلعه کې اوړمه شپه د ایف سي په سرتېرو د ترسره شوي خونړي برید پړه بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې (ازاد) پر غاړه اخستې ده.

د بي ایل اې ازاد په نامه د وسله والو بلوڅانو دا ډله په کال 2018م کې د بلوڅ لبریشن ارمي څخه جلا شوې وه اؤ اوس پخپل سر وسله وال فعالیتونه کوي.

په دې ورستیو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ او سخت دریځې په پېښو کې يو ځل بيا اضافه شوې ده .

د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.

د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پر غاړه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG