لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افغانستان کې بم د نیټو عسکر وژلی


د افغانستان په جنوب کې د بم چاؤدیدو په نتیجه کې د نیټو یو عسکر وژل شوی دی، چې د نړي والو ځواکونو خلاف د حملو په لړۍ کې ورستۍ پیښه ده.
ائیساف خپل یو بیان کې د خپل عسکر د وژل کیدو تصدیق کړی دی خو د هغه د قامیت په حقله يي معلومات نه دي وړاندې کړي. بیان کې دا هم نه دي ویل شوې چې پیښه د جنوبي افغانستان په کومه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ائیساف بیان وايي پیښه کې استعمال شوی بم په دیسې توگه جوړ کړی شوی وو چې د چارواکو په وینا طالبان يي زیاتره د خارجي ځواکونو په نخښه کولو د پاره د سړک په غاړه ښخوي.
جنوبي افغانستان کې د تشدد دا ورستۍ پیښه په داسې مهال رامنځته شوې چې افغان حکومت او طالبانو دخالي په ورځ وئيلي دي هغوي غواړي چې پاکستان دخپلو زندانونو څخه نور طالب بنديان هم خوشې کړي.
دروانې اوونۍ په پيل کې اسلام اباد کې دافغانستان دامنيتي شورا او پاکستان دحکومت ترمينځ ديو تړون لاندې 2014م کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو څخه وړاندې افغان حکومت سره دطالب جنگيالو خبرو اترو ته دراضي کولو په غرض دپاکستان حکومت خواؤشا 10 طالب جنگيالي خوشې کړي وؤ.
دافغانستان دامنيتي شورا مشر صلاح الدين رباني دخالي په ورځ کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل دپاکستاني زندانونو څخه دطالب بنديانو دخوشې کولو دعمل ددوامداره پاتې کيدو او هاغو طالبانو دازادولو هيله لرو چې دخبرو اترو اراده لري
افغان چارواکي په پاکستان ټينگار کوي چې ددغه هيواد په زندانونو کې بندي لوړپوړي طالب مشران دې خوشې کړي او باور کوي دغه طالب مشران په افغانستان کې دلس کلنې جگړې دخاتمې لپاره دطالب جنگيالو دمذاکراتو ميز ته په راوستلو کې مرسته کولى شي
طالبانو دخپلو ملگرو دخوشې کولو هرکلى کړى او دا يو مثبت گام گرځولى، چې ورسره به ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ باور کې اضافه وشي. پخپل يو بيان کې طالبانو دخپلو نورو ملگرو دخوشې کولو غوښتنه هم کړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG