لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خطونه: عمران خان د پوځ مشر ته او د پېښور هايي کورټ وکيلانو عمران او د پښتونخوا حکومت ته خطونه ليکلي


د تحریک انصاف مشر عمران خان او د پښتونخوا حکومتي چارواکو ته یو خط کې لیکلې شوې چې صوبایي حکومت دې سپریم کورټ کې جمع شوی درخواست واپس واخلي.

څرګنده دې وي، د پیښور هایي کورټ 2019 کې د ایکشن ان ایډ آف سول پاور قانون د ايين خلاف ګرځولی و خو صوبایي حکومت دغه فیصله سپريم کورټ کې چیلنج کړې وه او حکم امتناعي يې ترلاسه کړې و.
بل اړخ ته پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان پوځ مشر ته دوهم پرانیستی خط لیکلی، چې پکې یې ویلي، پوځ د هېواد یوه مهم اداره ده، خو پکې ناست څو "لیوان" ټولې ادارې ته زیان رسوي. عمران خان پخپل لیک کې ویلي، د هغه تېر لیک ته د پوځ له لوري د غیر سنجیده ځواب ویل کېدو وروسته، هغه دا دویم خط لیکلی.

عمران خان او صوبایي حکومت ته د ایکشن ان ایډ آف سول پاور قانون په اړه خط کې قانون پوهان وایي دوه زره یولسم کې د هغه وخت فاټا کې د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره د پاکستان فوج ته خصوصي اختیارات ورکړل شوي وو چې شکمن ترهګر خپله ولقه کې اخستی شي. او د پلټنو د پاره یې حراستي مرکزونو کې ساتلی شي.

د فاټا صوبې کې د ضم کیدو نه پس پیښور هایي کورټ دوه زره نولسم کې دغه اختیارات ختم کړل خو د صوبایي حکومت په درخواست سپریم کورټ د هایي کورټ فیصلې خلاف امتناعي حکم جاري کړو.

د پښتونخوا صوبایي حکومت ته درخواست لیکونکی شبیر حسین ګګیاڼی ایډوکیټ وایي،

هره غلطي/خطا بیرته راګرځیدلی شي. ددې هم ریورسل کیدی شي. دا ډیره ساده خبره ده. چونکې د هایي کورټ فیصله صوبایي حکومت چیلنج کړې وه د حکومتي وکیل/څآرنوال په ذریعه. اوس دې ، دا صوبایي حکومت خپل ایډوکیټ جنرل ته انسټرکشن ورکړي. چې یو کاغذ باندې درخواست جمع کړه. او دا د سپریم کورټ نه واپس واخله. د دې به ويدډرال /بیرته اخیستو درخواست جمع شي. هغه به واپس شي. بل څوک داسې شته نه چې دا چیلنج کړي. په هغې باندې ټایم هم تیر دی. نو چې هغه ويدډرا/ واپس شي نو د هایي کورټ فیصله به په فیلډ کې بحال پاتې شي.

شبیر حسین ګګیاڼی زیاتوي دوه زره اتلسم کې د فاټا ضم کیدو سره دغه قانون خپله ختم شو خو د هاغه وخت حکومت یاد قانون په نوي شکل کې په ټوله صوبه نافذ کړو. قانون پوهان وایي کوم فریق چې عدالت کې جمع شوی درخواست جمع کړي. هغه یې واپس هم اخستی شي.

قانون پوه طارق افغان ایډوکیټ په دې اړه وایي،: صوبایي حکومت که غواړي. چې دغه کیس دې واپس واخلي. نو صوبایي حکومت سره دلته صوبه کې اکثریت/ ټو تهرډ میجارټي ده. نو هغوي د یو قرارداد په ذریعه باندې هم دلته کې قرارداد پاس کولی شي. چې په هغه قرارداد کې دا اوایي چې دا کیس واپس واخلۍ. هغې سره به شاته د اسمبلۍ بیکنګ هم وي. نو سپریم کورټ بیا په هغې کې خبره نشي کولی. بله دا چې خپله قانون سازي هم د صوبې حده پورې صوبایي حکومت کولی شي

په دې اړه د پښتونخوا د حکومت سره وي او اې ډیوه رابطه وکړه چې موقف یي واخلي، چې حکومت به د سپریم کورټ نه خپل درخواست واپس کله اخلي؟ خو تیر کال اکتوبر دوه زره څلورویشتم کې د پي ټي ایم جرګه کې وزیر اعلا سردار علي امین ګنډاپور هم ددغه پوښتې جواب ډیوه ته ویلی وو.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سردار علي امین ګنډاپور ویلي و، بعض شیان داسې دي. چې هغې کې چاسره داسې پاور پکار نه دی. تر دې حده چې د چیف منسټر سره هم نه دی پکار. داسې پاور/طاقت دې ورسره نه وي. چې کوم پاور سره هغه د کوم تن سره زیاتې کولی شي. او زه په دې کار کووم.

د روان کال جنورۍ ړومبۍ هفته کې صوبایي اسمبلۍ کې د دوه زره څلورویشتم د پي ټي ایم جرګې دوه ویشست غوښتنوجاج اخستو د پاره خصوصي غونډه شوې وه. غونډې ته ویل شوي وو چې ټوله اسمبلي به د هرې غوښتنې ځان ځان له جاج اخلي چې کومې صوبایي حکومت پوره کولی شي او کومې وفاقي حکومت. دغو غوښتنوکې یوه صوبې نه د وسله والو ډلو او فوجیانو وتل هم شامل دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG