پاکستان کې د خبريالانو مرکزي تنظيم [فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يو جی] په وروستيو کې د حکومت لخوا منظور کړل شوی پيکا قانون په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړو.
د پي اېف يو جی مشر افضل بټ د اسلام اباد هايکورټ نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، پيکا قانون منظور کړل شوی، اوس پي اېف يو جی د دې تور قانون ضد تحریک ازادي صحافت پيل کړی، مختلف پړاوونه یې روان دي.
هغه وويل، "د دې قانون بيرته اخستو پورې به مزاحمت جاري ساتو، قانوني او اييني جګړه به هم کوو، نن پي اېف يو جی د دې تور قانون ضد اسلام اباد هايکورټ کې پيټيشن وکړو".
نوموړي زیاته کړه، "د اسلام اباد هايکورټ نه تمه لرو چې دې قانون کې د پاکستان د ايين او بشري حقونو کومه سرغړونه شوې، د مطبوعاتو ازادي او شهري ازادي ختمه کړل شوې، عدالت به د دې قانون ضد مونږ ته ريليف راکړي".
د پيکا لانجمنه قانون ترميمي مسوده د جنورۍ په 23مه قامي اسمبلۍ او بيا سېنېټ کې منظوره کړل شوې او بيا صدر اصف علي زرداري لاسليک کړې او د قانون بڼه یې خپله کړې ده.
اسلام اباد کې د پي اېف یو جی تنظيمونو نن د پيکا قانون ضد احتجاج هم کړی دی.
پاکستان کې او په نړیواله کچه د بشري حقونو تنظيمونه، سياسي ګوندونه او صحافيان د پيکا قانون کې وروستي بنديزونه غندي او دا په ازاد صحافت د بنديزونو او د مخالفو غږونو د غلي کولو يوه ناوړه هڅه بولي.
خو د پاکستان حکومت دريځ لري، د دې قانون سره به ورځپاڼې يا نورې رسنۍ نه متاثره کېږي او يوازې په سوشل ميډيا به ورسره په جعلي او پارونکو موادو نظر ساتل کېږي.
دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (اېچ ار ډبليو) ويلي، د پاکستان د حکومت لخوا د سايبر جرمونو په قانون کې وروستی بدلون د انټرنېټ او بیان ازادۍ ته سخت ګواښ دی.
اېچ ار ډبليو غوښتنه کړې د پاکستان پارلیمان دې دغه قانون لغوه کړي يا دې پکې اصلاح وکړي.
له دغې وړاندې يورپي يونين پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، د يورپي يونين مارکیټ ته برامداتو کولو اساني سپکه وه نه ګڼي، ځکه دا اساني د بشري حقونو د درناوي او د اظهار راې ازادۍ د حق سره مشروطه ده.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون (ايچ ار سي پي) هم پیکا قانون د بشري حقونو او د بیان د آزادۍ خلاف بللی او غوښتنه یې کړي چې دا قانون باید په بشپړ ډول ختم کړی شي.
Forum