لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل د بلوڅ مظاهره چیانو ځورول غندلي دي، وایي‌ د پرلت ختمولو ته اړ کړل شوي


د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې "د بلوڅ مظاهره چيانو ځورول غندلي، د پاکستان د حکومت نه یې غوښتي، په ټول ملک کې دې د پرامنه لاريون حق ورکړي، اسلام اباد کې د چارواکو لخوا بلوڅ مظاهره چيان بيا بيا ځورول شوي او هغوی د يوې مياشتې پرلت ختمولو ته اړ کړل شوي دي".

د بلوچستان صوبې نګران وزيراطلاعات جان اڅکزۍ د اېمنسټي انټرنېشنل بيان ته په غبرګون کې ويلي، اېمنسټي انټرنېشنل دې "خپل بې پلويتوب په ځای وساتي او د بېلتون خوښو ډلو د پروپېګنډې د آله کار جوړېدو دې ډډه وکړي".

ماه رنګ بلوڅ چې د بلوڅ یکجهتي يا يو والي کمېټۍ او غورځنګ مشري کوي، په 23مه جنورۍ د نهې- سه شنبې په ورځ يې اسلام اباد کې په خبري غونډه کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د پرلت ختمولو او د غورځنګ د پينځم پړاو پېلولو اعلان کړی وو.

ماه رنګ ويلي وو، دوی اسلام اباد ته راغلي چې رياست به یې مسلې واوري خو په دوی تشدد شوی، مقدمې پرې درج شوي، نيول شوي، خنډان ورته جوړ کړل شوي، ځورول شوي او خبره یې نه ده اورېدل شوې.

د اېمنسټي انټرنېشنل نيوکې

د اېمنسټي انټرنېشنل په تفصیلي بيان کې د تنظيم د قانون او پاليسۍ پروګرام ډايريکټر کېرولېن هورن ویلي، "د بلوڅ مظاهره چیانو په ځورولو پاکستاني چارواکو ته شرم پکار دی"، بلوڅ مېرمنو خپلو کورنیو ته د انصاف ترلاسه کولو په هيله سخت سفر کړی، په سخته يخنۍ کې یې دېره اچولې خو چارواکو د پرامنه مظاهره چیانو غوښتنې نه دي منلي.

ويل شوي، "د بې درکه کسانو کورنيو ته د ازادي اظهار د حق نه ورکولو په دغو خلکو ټولنيزې، مالي او نفسياتي اغېزې کړي دي، پاکستان کې د انتخاباتو په مهال دې د دغو خلک غږ د پامه ونه غورځول شي، د انتخاباتو نه وړاندې، د انتخاباتو په مهال او وروسته دې بشري حقونه په ځای وساتل شي".

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او د انتخاباتو دپاره د سياسي ګوندونو کمپاين روان دی.

اېمنسټي انټرنېشنل په خپل بیان کې د بلوڅ يووالي کمېټۍ د تربت څخه لاريون پېل کولو، اسلام اباد پورې رسېدو، هلته د پرلت، په دوی د تشدد، د ګرفتارلو او ځورولو تفصيل ويلی دی.

د بشري حقونو نړیوال تنظيم په خپل بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين يادګېرنه هم کړې چې په څلورم دسمبر پښتين تربت کې پرلت ته د ګډون دپاره تلو خو په هغه د امنيتي ځواکونو لخوا ډزې شوي نيول شوی او درې ځله د ضمانت منظورېدو باوجود په بند کې دی.

د جان اڅکزی غبرګون

جان اڅکزي ويلي، "د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ لاريون ته اسانتياوې او پوره تحفظ ورکړل شوی دی خو جايزه اندېښنې هغه پېدا شوي کله چې احتجاج تشدد او کرکې پارولو پله واړول شو".

هغه تور لګولی، "د يکجهتي کمېټۍ د لاقانونه ګرځول شوو ډلو لکه (بي اېل اېف، بلوڅ لبرېشن فرنټ) او (بي اېل اې، بلوڅ لبرېشن ارمي) سره اړیکې د پامه نه شي غورځول کېدی. دا ترهګرې ډلې د ګڼو ترهګرو بريدونو او بې ګناه خلکو باندې د ظلمونو زمه واره دي".

هغه ويلي، "اېمنسټي انټرنېشنل د معروضيت او حقايقو په بنیاد رپورټنګ يا بيانونو ورکولو په ځای د بېلتون خوښو عناصرو په خوشالولو کې زیات فکرمنده په نظر راځي، د پاکستان په کورنيو معاملاتو کې بهرنی مداخلت ته ودې ورکوونکې ډلې ته تاسو قامي خپلواکۍ ته تاوان اړوئ، او په ممکنه توګه انتهاپسنده قوتونو ته ډاډ ورکوئ".

اڅکزي زیاته کړې، د پرلت کوونکو سره خبرو دپاره د حکومتي وزيرانو کمېټي ورغلي، خو پرلت کوونکو ورته ویلي چې حکومتي کميټي واک نه لري.

پرلت کوونکو سره د حکومتي کمېټۍ خبرې

د 23م دسمبر په شپه نګران وفاقي وزیرانو مرتضا سولنګي، فواد حسن فواد، جمال شاه د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي خان کاکړ او د اسلام اباد د پولیسو مشر ناصر اکبر خان د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په احتجاج د بوختو بلوڅانو سره کتلي او ورسره یې د هغوي د غوښتنو په اړه مذاکرات کړي وو.

د بلوڅو د یووالي کمېټۍ د استازو سره خبرو کې نګران مرکزي وزیر فواد حسن فواد ویلي وو چې هغه دغلته د نګران وزیراعظم له لوري مذاکراتو لپاره ورغلی او د مظاهرینو ټولې جایزې غوښتنې به منل کیږي.

خو ماه رنګ بلوڅ دوه ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي، "د حکومتي وزيرانو درې کسيزه کمېټۍ ورسره دغه یوه ليدنه شوې او بيا یې ورسره تماس نه دی نيولی".

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په خبر پاڼه کې ويلي وو، "د بلوڅ نسل وژنې ضد تحریک په اسلام اباد کې پرلت وکړو د رياست دپاره ښه موقع وه چې په بلوچستان کې روانې سياسي خړې د حل دپاره د تشدد او طاقت استعمال پرېږدي او خبرې پېل کړي، خو رياست د دوی پرضد طاقت او تشدد وکارولو".

ماه رنګ بلوڅ

ماه رنګ بلوڅ په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "مونږ ماتې نه ده خوړلې، بلکې د بلوڅ ولس مقدمه مو ګټلې ده، مونږ د نور ډاډ، حوصلې، همت او طاقت سره خپلې خاورې بلوچستان ته واپس راځو".

هغې زیاته کړې د بلوڅ نسل وژنې ضد غورځنګ به کور کور ته رسوي، د خپلو خلکو غږ به جوړيږي او د 27م جنورۍ نه یې په کوټه کې د جلسې څخه د خپل غورځنګ د پينځم پړاو پېلولو ويلي دي.

جان اڅکزي ويلي، بلوڅ يکجهتي کمېټۍ کومې کوټلې غوښتنې نه لرلې، خو بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د اسلام اباد په پرلت کې بالاچ بلوڅ ته د انصاف ورکولو، بې درکه بلوڅانو د معلومولو او بلوڅ نسل وژنې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنې کولې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG