د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې په يوه وسله وال نښته کې يو پاکستانی پوځي افسر وژل شوی دی. د خېبر په تيرا کې يو پوليس سپاهي هم وژل شوی دی. د دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.
د پاکستان پوځ ویلي، تېره شپه د خېبر په شاکس علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع پوځي عمليات کېدل، او ترهګرو سره په نښته کې پوځي افسر مېجر عبدالله وژل شوی دی.
د 33 کلن مېجر عبدالله تعلق د کوهاټ سره وو.
پوځ ويلي، مېجر عبدالله د پوځي عملیاتو مشري کوله، د ترهګرو د ډلې مخه یې نيوله، د ترهګرو سره نښته شوې او پوځي افسر پکې وژل شوی دی.
پوځ ویلي، د عملياتو په نتيجه کې درې ترهګر او سهولت کار یې نیول شوي دي. خو د نیول شوو کسانو تفصيل نه دی ویل شوی.
تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې د پوځي افسر د وژنې زمه واري منلې او څلورو پوځیانو ټپي کولو دعوه یې کړې ده.
د خېبر ضلعې پولیسو وي او اې ته ويلي، پرون د تیرا د قمبرخېل علاقې نه يو پوليس سپاهي اجمل خان نامعلومه کسانو تښتولی او نن سهار یې مړی ترلاسه شوی دی.
د خېبر ضلعې يو پوليس چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، اجمل خان په تيرا تاڼه کې په ډيوټۍ او پرون په رخصت وو، مازيګر د کور سره نزدې د کرکټ د يو مېدان نه نامعلومو وسله والو د ځان سره بوتللی وو، او نن سهار یې جسد يا مړی ترلاسه شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان د پوليس سپاهي د وژلو زمه واري هم منلې ده.
پرون د افغانستان سره په پوله پرتې ناارامه سیمې شمالي وزیرستان کې په پوځي قافله ځانمرګی برید شوی، پوځ ويلي، په بريد کې درې پوځيان وژل شوي او درې ملکي کسان سخت ژوبل شوي وو.
د ځايي خلکو په وېنا په ځانمرګي بريد کې ژوبل شوي ماشوم هم ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ځانمرګي برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.
د رپورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.