لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پټرولو او تېلو په ګرانیدو په حکومت سختې نېوکې روانې دي


پاکستان کې پټرول دوه روپۍ اووه پېسې او هايي سپيډ ډيزل دوه روپۍ 99 پېسې ګران کړی شوي دي په حکومت نيوکې شوي چې په نړۍ کې د تيلو بيعې راکمې شوي او نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] پاکستان ته د پور ورکولو منظوري هم ورکړې ده د هغې باوجود تيل ګران کړی شوي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د تيلو نوې بيعې به د نن زيارت/ پنجشنبې د ورځې [لومړي ستمبر] څخه عملي وي.

د خزانې وزارت ويلي د پټرولو یو ليټر دوه روپۍ اووه پېسې ګران کړی شوی چې ورسره يو ليټر پټرول د 233 روپو او 91 پېسو نه 235 روپو او 98 پېسو ته رسېدلی دی.

هايي سپيډ ډيزل دوه روپۍ 99 پېسې ګران کړی شوي يو ليټر 247 روپو او 43 ته سېوا شوی دی.

د خاورو تېل 10 روپۍ 92 پېسې ګران کړی شوي يو ليټر يې 210 روپو او 32 او دغه ډول لايټ ډيزل 9 روپۍ 79 پېسې ګران کړی شوي او يو ليټر 210 روپو 54 ته رسېدلی دی.

له دې وړاندې په 16م اګست د د پاکستان حکومت يو ليټر پټرول شپږ روپۍ او 72 پېسې ګران کړي وو.

د ايتلافي ګوندونو د حکومت مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ویلي،

"نن چې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو بيعې غورځيږي، پاکستان کې پټرول، ډيزل او د خاورو تېل نور ګران کړی شو د دې ساده وجه دا حکومت نه ولس منتخب کړی او نه ولس ته جوابده دی ځکه څوک دې نه حېرانيږي".

جرنلسټ مغيث علي په ټويټر ويلي،

"د ايي اېم اېف نه پېسې راغلې، په نړيوال مارکيټ کې تېل ارزان شوي خو پټرول بيا هم دوه روپۍ او اووه پېسې ګران کړی شوي دي".

د نړيوالې مالياتي ادارې نه د پور ترلاسه کولو ته د پاکستان حکومت کاميابي ويلې وه چې د فشار سره مخ اقتصاد به يې ورسره ښه شي.

خو اقتصاد پوهه قېصر بنګالي د ايي اېم اېف سره معاهدې ته لنډ مهاله ريليف يا ښېګړه ويلې او زياته کړې يې وه له دې وروسته اوس د اوږدې مودې دپاره حل راويستل او په ډانچه کې بدلون پکار دي.

نوموړي په ټویټر ويلي وو، "په بجټ کې په غېر ترقياتي څيزونو او جنګي سامانونو نه علاوه نورې خرڅې راکمې کړو، توانايي د برامداتو په ځايي په ځايي کچه سرچينو د لارې پېدا کړی شي او سوداګرۍ د سامانونو د لېږلو دپاره رېل يا اور ګاډي وکارول شي، د غېر ضروري څيزونو په درامداتو بندیز، هغه بهرنۍ پانګونې پکار دي چې د پاکستان بهرنۍ سوداګري سېوا کړي او پاکستان ته ډالر راشي او ورسره په پېداوار ټېکس راکم کړی شي چې ورسره برامدات او نوکرۍ سېوا شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG