لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په اووه ښارونو کې د پوليو وایرس مثبتې نمونې موندل شوي، علتونه يې څه دي؟


د خېبرپښتونخوا د څلور ښارونو په ګډون د ملک په اووه ښارونو کې د پوليسو وایرس مثبتې نمونې ترلاسه شوي دي، کارپوهان وايي، د پوليو د مخنيوي پروګرام کې په لوړه کچه ځینې نيمګړتياوې دي هغه به لرې کول وي، چې د ملک نه د پولیو وايرس خاتمه وشي.

د پاکستان د صحت د وزارت ترمخه د خېبرپښتونخوا په بنو، نوښار، سوات او پېښور کې د پوليو مثبتې نمونې ترلاسه شوي او ورسره د پنجاب صوبې په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې هم دغه ډول مثبتې نمونې مالومې شوي دي.

د پوليو د مخنیوي پروګرام پخوانی چارواکی او کار پوهه ډاکټر نديم جان وايي، "دوی ډېر د وړاندې نه داسې خبرداری ورکړی وو چې په ملک کې د پوليو وایرس شتون لري".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل "د پولیو پروګرام د مخنيوي د لوړ پوړو چارواکو ځينې نيمګړتياوي دي پکار ده د څار عمل چټک کړي او په هر څه نظر وساتي".

هغه زیاته کړه "په ښکته کچه کارمندان لګيا وي د غرونو څوکو ته رسي ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي رسوي. په غټه کچه چرته د دې پروګرام احتساب نه دی شوی او چې څو پورې په غټه کچه د پولیو پروګرام د مخنيوي احتساب نه وي شوی سټراټيجيکي نيمګرتياوې نه وي لرې کړی شوي د پوليو پېښې به مخې ته راځي".

بل لور ته د پوليو مخنیوي پروګرام د خېبرپښتونخوا مرستیال مشر ‌ذیشان امين هم وايي چې "د پولیو وايرس د مخکې نه موجود وو، بيا د 2022 نه چې د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمه کې د پوليو لومړۍ پېښه مخې ته راغله، د هغې وروسته بيا د پوليو ضد څاڅکو څلور کمپاينونه وشو، اوس په ټول ملک کې په 22م اګست کمپاين پېل کيږي".

هغه زياته کړه دوی په جنوبي ضلعو کې خصوصي کمپاين کوي چې د ماشومانو قوت مدافعت ورسره پياوړی شي.

دا چې د پوليو وايرس ختمېدو په وړاندې کوم خنډان دي؟ نوموړی وايي "يواځينی غټ خنډ د میاندو پلارانو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کول دي".

پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پوليو 14 پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې 13 يواځې په شمالي وزيرستان او يوه په لکې مروت کې رپورټ شوې ده.

د صحت مرکزي وزير عبدالقادر پټېل ويلي، موجوده حکومت د پولیو د خاتمې دپاره پرعزم دی. او د دغه وايرس ختمولو دپاره په هنګامي بنيادونو تګلاره جوړه کړی شوې ده.

نوموړي زياته کړې د پولیو د خاتمې دپاره ټول وسايل په کار راوستلی شي او ورسره نوموړي په میاندو پلارانو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو او په علماو او ميډيا د کردار ادا کولو غږ کړی دی.

د جولايۍپه مياشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پوليو د خاتمې په لړ کې د پوځ د خدماتو وړاندې کولو ويلي وو.

د روان کال مې په مياشت کې په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي وو دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې موجود وو.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د يادې پېښې مخې ته راتلو وروسته په موزمبيق کې د پوليو وايرس خورېدو ویل شوي وو.

په سويلي افريقايي هیواد موزمبيق کې چې د کال 1992 نه وروسته د پوليو لومړۍ پېښه مخې ته راغلې دا په افريقا کې دوېمه پېښه ده چې مالومه شوې ده له دې وړاندې د فرورۍ په نيمايۍ کې په ملاوي کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

او بيا هم د مې په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ په اسلام اباد کې د پوليو په اړوند د نيشنل ټاسک فورس غونډه شوې وه او وزيراعظم په ملک کې د پوليو په پېښو مخې ته راتلو د تحفظاتو څرګندونه کړې وه.

او وزیراعظم ټينګار کړی وو چې د ملک څخه د پوليو د خاتمې دپاره دې ګډې هڅې وشي او په دغه لړ کې يې صوبو ته د مرکزي حکومت د پوره پوره مرستو ورکولو ويلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG