لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: پاکستان چې رياستي پالیسۍ نه وي سمې کړې د خړ فهرست څخه وتلو ته دې نه خوشاليږي


څیړونکي وايي، د پاکستان د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] د خړ فهرست نه د وتلو تشه خبره غټه ګټه بلل کيږي، خو د پاکستان رياست ته به دا سوچ کول وي چې ولې دغه خړ فهرست ته تللی وو، هغه پاليسيانۍ به ورته بدلول وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مملکت ويلي، د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې اېف اې ټي اېف متفقه فېصله کړې چې پاکستان د ادارې لخوا د 2018 او 2021 کاري پلان ټول شرطونه منلي دي، او اوس پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه وتلو نه يو قدم لرې دی.

اېف اې ټي اېف ويلي، پاکستان د ادارې شرطونه پوره کړي خو لا د خړ فهرست څخه نه دی بهر کړی شوی.

د پاکستان د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته تلو علتونه

پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاز او څېړونکی ډاکټرعرفان اشرف وايي اصل پوښتنه دا ده چې پاکستان د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته ولې تللی وو؟.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دوه وجوهات وو چې پاکستان د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته تللی وو، يو مني لانډرنګ يا په غېر قانونه توګه د پېسو انتقالول، يا تورې پېسې سپينول، او دوېم د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي دپاره نړۍ د پاکستان نه ګامونه پورته کول غوښتي وو.

هغه زیاته کړه پاکستان اوس يواځې د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه وتلو دپاره ګامونه پورته کړي دي، د نوموړي په خبره په مرکزي او جنوبي پنجاب کې په مدرسو سختي شورو شوې ده او هغه ګوندونه چې ترهګري او سختدريځي خوروي په هغو دومره سختي شوې ده چې غلي کړی شوي دي، خو ختم کړی شوي نه دي.

عرفان اشرف وويل، د رياست پاليسيانې بدلېدل پکار دي د هغې وروسته به د ترهګرۍ مالي مرستې ودرېږي او بل دا چې په ملک کې د غېر قانونه پېسو د انتقال په شا طاقتوره خلک وي د هغې مخنيوی پکار دی.

نوموړي زياته کړه، په کال 2014م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته نيشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو، داسې وعدې شوې وې چې پاکستان کې به د ترهګرۍ سختدريځۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي، که هغه ګامونه پورته کړی شوی وی، پاکستان به د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته نه تلو او که بيا په 2018 کې ګامونه پورته شوی وی پاکستان به څلور کاله په دغه خړ فهرست کې نه پاتې کېدو.

د نوموړي په خبره څو پورې چې پاکستان خپلو رياستي پاليسيانوته بيا کتنه نه وي کړي خپلې غلطې پالیسانې يې نه وي پرېښودي د خړ فهرست نه وتلو ته خوشالېدلې معنی نه لري.

د خړ فهرست نه د وتلو ګټې څه وي؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر ويلي، اوس به اېف اې ټي اېف د پاکستان سفر کوي او ځمکني حالات به ګوري او ختمي فېصله به کوي، او د هغې په خبره پاکستان د خړ فهرست نه د وتلو څخه يو قدم لرې دی.

هغې وویل، پاکستان يا يو ملک چې د خړ فهرست څخه ووځي، وګڼئ چې د هغه دروازې پرانستل شي، يو زمه واره اقتصادي چوکاټ ته راشي، يو مثبت مخ يې دنيا ته ښکاره شي، بهرني سرمايه کار ملک ته راتلل پېل شي، اقتصادي معاهدې ورسره کیږي او يواځې ملکي نه بلکي شخصي سېکټر ته ترې هم ګټه رسي.

د اسلام اباد د اسلامک پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاز ډاکټر معراج الحق وايي، د خړ فهرست څخه وتلو ګټې دا وي چې بهرني سرمايه کار په يو ملک کې په خلاص مټ پانګونې کوي، خلک په شخصي توګه او دا دارو په کچه پېسې په اسانۍ سره لېږلی رالېږلی شي، د څه قسمه ستونزو سره نه مخ کیږي.

په خړ فهرست کې د پاتې کېدو تاوانونه

ډاکټر معراج الحق وايي دا وخت په نړۍ کې يو ملک هم يواځې نه شي پاتې کېدی د يو بل سره تجارت کوي سرمايه کاري کوي، ادارې او خلک پېسې ليږي رالېږي، کله چې ملک د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې وي، په دغو ټولو برخو کې د ستونزو سره مخ وي.

او حنا رباني کهر وايي کله چې یو ملک په خړ فهرست کې وي، بهرني پانګوه وال او تجارت نه شي اماده کولی چې په دغه ملک کې سرمایه کاري وکړي يا ورسره تجارت ته زړه ښه کړي، خړ فهرست د دغه ملک نوم ښه نه ښکاره کوي، په تاوان يې تماميږي. او چې ملک د خړ فهرست نه ووځي اقتصاد يې ورسره ښه کيږي.

پاکستان په کال 2018 کې د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې اچول شوی وو، له دې وړاندې په کال 2008 او 2012 کې هم پاکستان د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې شامل کړی شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG