لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مخالفه ګوندونو د پوځ نه په "مشکوک خط" سپيناوی غوښتی


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د پوځ نه سپيناوی غوښتی چې د ملي امنيت د شورا / نيشنل سيکيورټي کونسل په غونډه کې د بهرني سازش د خبرې په اړه خپل دريځ وړاندې کړي.

مخالفه ګوندونو دغه سپيناوی په داسې حال کې غوښتی چې وزیراعظم عمران خان دعوه کړې مخالفه ګوندونو د بهرني هيواد (امریکې) په سازش د هغه پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړی، خو امریکې دغه تور رد کړی دی.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په ټويټر ويلي،

"پخوانی وزیراعظم عمران خان د خپلې کودتا دپاره بهرنی سازش جواز وړاندې کوي، ايا د پوځ وياند به چې د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د قومي اسمبلۍ 197 غړي غداران ګرځول شوي؟ ايا د بهرنيو چارو وزارت د 7 نه 27 مارچ پورې د بهرني سازش سرکاري ليکونه وړاندې کړي".

هغه په بل ټويټ کې ويلي، ايا دغه سازش به زمونږ خپلو خفيه او نورو ادارو نه ښکاره کړی؟ د عمران خان انا د پاکستان نه ډېر مهم نه دی.

بل لور ته د مخالفه ګوندونو د اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) او جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم ويلي،

"مونږ مطالبه کوو، چې پوځي مشرتابه دې د سفير په کېبل او امنيت په نورو ماملاتو اپوزیشن په اعتماد کې واخلي، د امنيت په اړه د احوال وړاندې کولو قانون حق اوس د عمران خان سره نشته، د عدالت نه خواست کوو چې د حکومت د لخوا د سفير د کېبل د ډرامې د حقيقت څرګندولو دپاره ډي جي ايي اېس پي ار (د پوځ وياند) را وغواړي او حال دې ترې معلوم کړي".

مولانا ويلي،

"د عمران خان پرضد د اسمبلۍ اکثريت بې باوري/ عدم اعتماد کړی دی، عمران خان نور د دې ملک قانوني وزیراعظم نه دی پاتې، بلکې صدر او عمران خان ايين مات کړی دی، اوس د ايين تقاضا ده، چې د پوځ مشر او امنيتي ادارې نور هغه ته د وزيراعظم په حېث ونه ګوري".

مخالفه ګوندونو د پوځ نه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

او بيا عمران خان هم په 3 اپرېل د خپل ګوند د مشرانو سره د ليدنې په مهال ويلي، د پاکستان نيشنل سيکیورټي کونسل/ ملي امنيتي شورا په ښکاره ويلي، چې د عدم اعتماد په تحريک کې بهرنۍ لاسوهنه وه.

هغه ويلي، د ملي امنيت په شورا کې چې ټول امنيتي مشران ناست وو، د هغو په وړاندې ټولې هغه خبرې، چې په امريکا کې د پاکستان د سفير او امریکايي استازي ترمنځ شوي، او هغه سرکاري ليدنه وه، په هغو خبرو کې د پاکستان سفیر او امريکايي استازي خبرې د ملي امنيت شورا ته وړاندې شوې دي.

عمران خان دا هم ويلي چې د ملي امنيت شورا دغه خبره تاييد کړې ده.

د پاکستان پوځ د مخالفه ګوندونو د غوښتنو وروسته تراوسه کوم رسمي دريځ نه دی وړاندې کړی.

خو په قومي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد د تحریک رد کولو وروسته د پاکستان هم نيوز ټي وي ويلي، د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ورته ویلي، چې څه شوي دغه سياسي عمل، د دغو اقداماتو سره د پوځ هيڅ تعلق نه وو.

هغه ويلي، دا خبره حقيقت نه لري چې په دغو اقداماتو کې د پوځ خوښي شامله وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG