د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عملیات شوي، او د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي او پينځه ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ (20 فرورۍ) ناوخته ويلي، په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات شوي، او په نښته کې د پينځه ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده.
ويل شوي د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د حبيب نواز عرف شکيل، وحیدالله، عبدالرحمان او محمد الله په نومونو شوې او د پينځم ترهګر د پېژندګلو په اړه ویل شوي، د پېژندګلو عمل يې روان دی.
خو په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوو ترهګرو د کومې ډلې سره تعلق وو.
ويل شوي شوي ياد ترهګرۍ د امنیتي ځواکونو پرضد هلو ځلو، هدفي وژنو او تاوان دپاره تښتونو کې ککړ وو.
د پوځي بيان ترمخه د ترهګرو سره په نښته کې د کوټې سره تعلق لرونکی 28 کلن سپاهي شبير احمد وژل شوی دی.
د ترهګرو نه د وسلې ترلاسه کولو هم ويل شوي دي.
تيره ورځ يوې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته ویلي وو، په شمالي وزيرستان کې يې دوه مهم ترهګر نيولي، او ورته يې منلې ده چې د پېسو د لالچ په سر به یې بارودي سرنګونه جوړول او په امنیتي ځواکونو یې چاودنې کولې.
په شمالي وزيرستان کې د دغو تازه عملياتو نه وړاندې د پاکستان پوځ په 16 فرورۍ د بلوچستان صوبې په کېچ ضلع کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
له دې وړاندې د فرورۍ په اوومه د پاکستان په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې د حکومت لخوا د نهو مطلوبه ترهګرو په سرونو د انعامونو اعلان شوی وو او په دغه اړه په علاقه کې کاغذ پاڼې يا پمفلټونه هم لګول شوي وو.
په دوېمه فرورۍ د بلوچستان صوبې په پنجګور او نوشکي سيمو کې د اېف سي ځواک په دوه کمېپونو وسله والو بريدونه شوي او بيا پوځ ويلي وو، په دغو بریدونو کې نهه امنيتي سرتيري او 20 ترهګر وژل شوي وو.
د يادو بريدونو زمه واري بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې منلې وه.
د پاکستان په قبایلي ضلعو، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په پوځ او نورو امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه وروسته له هغې سېوا شوي چې د اګست په میاشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي.
د روانې مياشتې فرورۍ په لومړو کې د پاکستان پوځ ويلي وو، په قبایلي ضلع کرمه کې د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی او پینځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو.
پوځ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي".
د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري منلې وه.
خو د فرورۍ په 14م د طالبانو د دفاع وزیر محمد يعقوب نه د افغانستان په ملي ټيلي ويژن يو پروګرام کې پوښتنه شوې وه چې پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په پاکستان کې هغه وسله وال بريدونه کوي څوک چې په افغانستان کې پټ دي، د هغه ځای نه بريدونه کوي، هغه دغه دعوه رد کړه.
يعقوب ويلي وو، هغه "دغه خبره ردوي، دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، او زياته یې کړه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري".