لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د علي وزیر په قضيه د پاکستان پارليمان غلی پاتې دی


منظور پشتين په کراچۍ د پي ټي اېم پرلت ته وينا کوي
منظور پشتين په کراچۍ د پي ټي اېم پرلت ته وينا کوي

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) احتجاجي پرلت ته په وېنا کې منظور پشتين وويل، د علي وزير قضيې د پاکستان د رياستي ادارو، د پارليمان بې وسي، د عدالتونو بې وسي او جمهوريت د دعوو د مخ نه پرده پورته کړې ده.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ دوام لري، دغه پرلت د پي ټي اېم د مخکښ او قومي اسمبلۍ د غړي علي وزير د خوشي کولو او مقدمو د بيرته اخستو دپاره پېل کړی شوی دی.

پرلت ته تېره شپه د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خپله وېنا کې د انصاف نه ترلاسه کېدو په عمل نيوکې وکړې، او وې ويل پارلیمان چې د جمهوريت په نوم ښودل کيږي او پاکستان نړۍ ته جمهوري ويل کيږي، خو د علي وزير په مسله کې بيا پارلیمان غلی پاتې دی.

نوموړي يو ځل بيا په سيند صوبه کې د پيپلز ګوند په حکومت نيوکې وکړې او ورسره یې خواست وکړو، چې پيپلز ګوند دې په فوري توګه د علي وزير پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي او په سيند کې دې پښتنو ته ورپېښې مسلې هوارې کړي.

د سيند صوبې د وزيراعلا مرستيال علي احمد وي او اې ډیوه ته ويلي، چې هغه به نن د جمعې په ورځ د وزيراعلا او نورو وزیرانو سره د پي ټي اېم د پرلت په اړه خبره کوي.

خو له دې وړاندې د پاکستان پيپلز ګوند د صوبايي حکومت وياند مرتضا وهاب په 14 فرورۍ په ټويټر ويلي وو، هغه د علي وزیر په اړوند د کراچۍ د پوليسو او جېل چارواکو نه مالومات ترلاسه کړي، علي وزير ته د کال 2020 په مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی او په بله مقدمه کې يې ضمانت نه دی شوی، دا د سيند حکومت کار نه دی چې يو تن چې نيول شوی او چالان شوی وي، هغه خوشی کړی، هغه ته عدالت ضمانت ورکوي.

بل لور ته که څه هم د پي ټي اېم د مشر لخوا په ادارو نيوکو ته په سمدستي ډول کوم حکومتي غبرګون نه دی ویل شوی خو له دې وړاندې د پاکستان پوځ په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه ورته پېسې راځي او د دښمن په لسمه د پاکستان پوځ بدناموي.

پي ټي اېم تل دغه تورونه رد کړي او وايي په دوی د تورونو ثبوتونه دې وړاندې کړی شي، او دعوه کوي پي ټي اېم د پاکستان د ايين او قانون لاندې د پښتنو د حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم احتجاجي پرلت په داسې حال کې پېل کړی چې علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د 2020 کال د دسمبر د میاشتې په مقدمه کې هغه ته د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او اورېدنه روانه ده او په (14 فرورۍ) په کراچۍ کې بل عدالت د کال 2019 د جنورۍ د میاشتې په مقدمه کې د علي وزير د نيولو امر کړی دی.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت ته د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې او قبايلي ضلعو نه هم په ګڼ شمېر کې خلک راغلي دي.

منظور پشتين وايي پرلت به يې د غوښتنو منلو پورې روان وي، او که دغلته يې غوښتنې ونه منل شوې، بيا به د ملک په کچه غټ لاريون کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG