لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د پوځ پر ټرک چاودنې اووه پوځیان ټپیان کړي دي


کوټه ـــ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني پوځ پر ټرک چاودنه شوې چې د پولیسو په وینا اووه پوځي سرتېري پکې ژوبل شوي دي، د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل "د پاکستان د پوځ د سرتېرو ټرک د چاودنې هدف شوی".

د بلوچستان د داخله چارو وزير ضيا لانګو په خبره چاودنه د يوه موټر څنګ ته شوې چې وایي چاودېدونکي توکي په موټر سايکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو. نوموړي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل:

"زموږ د پاک پوځ شپږ ټرکونه د قافلې په بڼه را روان وو او دغه له شا دویم ټرک وو چې په موټرسایکل کې ښخ شوي له درو تر څلورو کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ورباندې چاودل شوي دي".

د پوليسو په خبره چاودنه د کوټې ښار پر اېرپورټ سړک د کوتې د پوځي چاونۍ دروازې ته نیژدې له عسکري پمپ او د "بي ايم" مال په نامه کاروباري مرکز مخته شوې ده.

د چاودنې له امله د نیژدې کورونو او عمارتونو شيشې ماتې شوې دي، پوليسو د پېښې ځای په ولقه کې اخيستی او د پېښې ځای ته څوک نیژدې نه پرېږدي.

ضیاء لانګو د دې چاودنې سبب د افغانستان وروستي حالات بللي دي او وایي هند اوس هم د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو پاکستان ناارامه کوي او وایي تر څو چې د افغانستان حالات ښه نه شي پاکستان به هم ناارامه وي.

په چاودنه کې اول د پینځو او وروسته د اوو سرتېرو د ټپي خبر تایید شو. ټپي سرتېري درملنې لپاره د کوټې پوځي روغتون "سي ايم ايچ" ته وړل شوي دي خو دا نه ده څرګنده چې ټپیان په څه حالت کې دي.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر یې هم په ظاهره پړه پر چا نه ده ور اچولې خو وایي هغه څوک چې پاکستان ناارامه کول غواړي د دې چاودنې تر شا لاس لري.

ياده دې وي چې د چاودنې ځای د کوټي د پوځي چاونۍ په حدود کې راځي، ياد ځای د ښار په زياته حساسو ځايونو کې ګنل کېږي، دلته د بلوچستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو تر څنګ د پاکستان د پوځ د لوړپوړو افسرانو تګ راتګ هم له دې لارې کېږي.

په بلوچستان ايالت کې تر دې وړاندې هم د پاکستان پر پوځ او پر نيم پوځي ځواک "ايف سي" او پوليسو باندې بريدونه شوي چې وخت نا وخته يې بلوڅ بېلتون غوښتنکې وسلوالې ډلې او کله نا کله د داسې پېښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان او نورو وسلوالو ډلې قبلوي۔

د پاکستان د پوځي لوړ پوړو څارواکو تر څنګ د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومتونو تل د داسې بريدونو تر شا د پاکستان د دښمن ملکونو لاس بللی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG