لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمل ولي: حکومت دې د اسد اڅکزي د وژنې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي


کوټه ـــ د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې ایالتي مشر ایمل ولي خان د شنبې- خالي په ورځ ماښام د بلوچستان له وزیراعلی سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د اسد خان اڅکزي د پېښې د پلټنو لپاره دې د بلوچستان حکومت عدالتي کمېشن جوړ کړي:

"د اسد خان د ټولې پېښې د پلټنو لپاره د عوامي نېشنل ګوند يوه غوښتنه دا ده چې د د بلوچستان هايکورټ په کچه دې کمېشن جوړ شي".

د ايمل ولي د خبرو په جواب کې د بلوچستان وزیراعلا جام کمال وويل، حکومت د اسد اڅکزي د موندلو پوره پوره هڅې وکړې خو بريالی نه شو. جام کمال زياته کړه د اسد د پيښې به په ښه توګه پلټنې کوي:

"د دې پېښې د هراړخيزو پلټنو لپاره تحقيقات کول پکار دي، که د جوډيشل کميشن پر لوري تلل وو هغه به هم وکړو".

د اسد اڅکزي مړی د کوټې له نوحصار سيمې موندل شوی. د نوهسار د پوليس تاڼې محرر علي اکبر ډيوه ته وويل د اېرپورټ تاڼې پوليسو يو تن اغوا کار نيولی او هغه ورته دا ښوولې چې د اسد اڅکزي مړی يې د نوحصار په عيسی کلا سيمه کې په يو کوهي کې غورځولی.

علي اکبر وایي پوليس چې د عدالت د مجسټرېټ په موجودګي کې هلته ورغلو نو له کوهي يې د يو تن مړی را وايست چې په ګوليو ویشتل شوی وو:

"د اسد اڅکزي ورور اېډوکېټ امجد خان د اسد مړی پر جامو و پېژندو چې دا اسد دی. د پوليس محرر زياته کړه، "اسد خان پینځه مياشتې وړاندې وژل شوی او جسد یې خراب شوی وو ځکه يې پېژندګلوي هم نه کېده".

د اسد اڅکزي د وژنې په ضد پرون د کوټې پر منان چوک د پښتون سټوډنټس فېډريشن او عوامي نېشنل ګوند غړو احټجاج هم وکړ. احتجاج کوونکو چوک د ټريفک لپاره احتجاجاً بند کړی، ټایرونه یې سوځولي وو او د امنيتي ادارو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په احتجاج کې شريک د عوامي نېشنل ګوند غړي خليل اغا وي او اې ډیوه ته وویل، اسد يې د تېر کال پر 25م ستمبر اغوا کړی وو، خو پولیسو نن حال راکړ چې اسد وژل شوی دی.

په احتجاج کې شريک د اې اين پي غړي منظور کاکړ وایي "اسد اڅکزي يو قسم ذاتي دښمني نه درلوده، هغه د پښتنو لپاره ږغ پورته کړی وو ځکه ووژل شو:

"اسد د خپل وطن د خپل قوم د خپل عوام د حقوقو خبره کوله، د لر او بر افغان خبره يې کوله او د باچاخان بابا پر لاره روان وو".

د جميعت علما اسلام کوټې پخواني مشر ولي محمد ترابي هم د کوټې په احتجاج کې شرکت وکړ، هغه وي او اې ډيوه ته وويل "د داسي پېښو مخنيوی د حکومت ذمه واري ده:

"يا به حکومت له خپله ځانه دا پور اړوي يا دې قاتلان معلوم کړي ګني دی په خپله د دې قاتل ثابتېدی شي".

عوامي نېشنل ګوند نن په بلوچستان کې د خپل ایالتي ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې پر ضد په بلوچستان ايالت کې کاربنديز او اووه ورځنی ماتم او د ګوند پر دفترونو د تورو جنډو لګولو او په مرکز کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG