لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د شاهرګې سيمې د کولې په کان کې څلور مزدوران مړه شوي


کوټه ــــ د بلوچستان د هرنايي ضلعې مرستيال کمیشنر وريندر لال وایي د کولې په یو کان کې په ناقانونه توګه دغه څلور مزدوران د کولې د را ايستلو لپاره لاندې کښته شوي وو او هلته د زهرجن ګېس ميتېن د جمع کېدو له امله چاودنه شوې، چې څلور مزدوران پکې مړه شوي‌ دی.

"د مزدورانو چې کوم د کولې کیندنې مشين ډريلر دی هغه لمبه کړې او هم له دې وجې هلته چاودنه شوې او څلور تنه پکې مړه شوي".

د وريندر لال په خبره د مړه شوو کسانو جسدونه يې له کانه را ايستلي او له ضروري کاغذي کاروايي وروسته به يې د پښتونخوا سوات سیمې ته خپلو کورونو ته لېږي.

وريندر لال وويل په کوم کان کې چې دغه پېښه شوې دا کان حکومت له اوله بند کړی وو. هغه وويل د کولې د کان مالک د مزدورانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره ضروري لارې نه وې خپلې کړې ځکه حکومت د هغه کان يا درنګ له اوله بند کړی وو.

د وریندر په خبره دغه څلور تنه پټ او په ناقانونه توګه دې کان ته کښته شوي وو چې دغه پېښه وشوه:

"د ماينز ايکټ د 192 مادې په بنیاد دا کان موږ بند کړی وو، خو دا خلک بيا هم هلته داخل شوي وو، اوس د ماين انسپيکټر هلته موجود دی، رپورټ يې جوړ کړی دی، د ذمه واره ټېکه دار په ضد به پلټنې کوو او د قانون مطابق به د هغه په ضد کاروايي کوو".

د کولې د مزداورانو لپاره د کارکوونکې اتحاديې پاکستان لېبر فيډرېشن مشر سلطان "لالا" وي او اې ډيوه ته وويل، روان کال په پاکستان کې د کولې په کانونو کې نهه پېښې شوې دي، چې شل تنه د کولې مزدوران پکې مړه شوي دي، وایي يواځې د بلوچستان په شپږو پېښو کې 11 تنه مزدوران مړه شوي دي.

د سلطان لالا په خبره په تېر 2020م کال کې په ټول پاکستان کې د کولې یا سکرو په کانونو کې 205 تنه مزدوران د کار په مهال مړه شوي دي چې په بلوچستان کې د مړه شوو شمېر 105 وو، خو سلطان "لالا" وایي د ډېرو نورو د مړینې شمېر معلوم هم نه دی، هغه وويل:

"د کويلې په کانونو کې د خواريکښو د ژوند د خوندي ساتلو د اسبابو کمی، د حکومتي چارواکو بې غوري د داسي پېښو سبب کېږي".

د بلوچستان د معدنياتود څانګې حکومتي چارواکي دعوه لري چې حکومت د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي. وایي تېر کال چې شاوخوا سل مزدوران د بلوچستان په کانونو کې مړه شوي هغوی کېسونه په عدالتونو کې دي.

چاوراکي وايي د ايالت اوسني حکومت یوه قانوني‌ مسوده منظوره کړې چې جرمانې یې ډېرې زیاتې کړې دي، حکومت هڅه کوي د هر کان مالک مجبوره کړي چې په کانونو کې د تحفظ سامان لکه ګېس، ټیسټران او د آکسیجن اخیستو شیان کښېږدي.

د هرنايي ضلعې د مرستيال کمشنر وريندر لال په خبره حکومتي ذمه واره ادارې خپل کار کوي او چې د کولې په کومو کانونو کې ضروري اسانتياوې نه وي برابرې هغه بندوي او مالکان يې جرمانه کوي. د وربندر په خبره په تېرو څو مياشتو کې يې تر اوسه يواځې په هرنايي، خوست او شاهرګه کې 120 د کولې کانونه بند کړي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG