لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د ټیک ټاک د بندیز پر سر چارواکي وربللي، ټیک ټاک وایي د پاکستان اندېښنې به ختم کړي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د ویډیو خپرولو چینایي اېپ "ټیک ټاک" د بندیز په ضد که یوې خواته د اسلام اباد هایکورټ د یو درخواست د اورېدنې په مهال د پاکستان د مواصلاتو د مرکزي ادارې مشران ور بللي خو بلې خواته د ټیک ټاک ادارې هم پاکستان ته د "غیراخلاقي" موادو د لرې کولو باور ورکړی دی.

په درخواست کې له عدالته د ټیک ټیک د بیرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. عدالت ویلي ښه نه ده چې د پي ټي اې په ضد کاروایي پیل کړای شي. د معلوماتو او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر امین الحق وایي ډېر ژر به پر ټیک ټاک لګېدلی بندیز ختم کړي.

په پاکستان کې د انټرنیټي او د ټولنیزو رسنیو د ازادۍ لپاره د کارکوونکي تنظیم بایټس فار آر مشر شهزاد احمد وي او اې ډیوه ته وویل، که اوسنی حکومت پر جمهوریت او ازادۍ باور لري نو پکار ده د الیکټرانک جرمونو د مخنیوي قانون ختم کړي:

"د انټرنیټ چاینانایزېشن روان دی، د چین په رنګ پالیسۍ او قوانین معرفي کېږي چې دا د جمهوریت او آییني حقونو خلاف کار دی".

د هایکورټ چیف جسټس اطهر من الله د درخواست کوونکي تن له وکیله وپوښتل، دا پرېکړه څوک کوي چې پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکي مواد غیراخلاقي دي که نه، عدالت دا پوښتنه هم کړې چې آیا دا بندیز خو د امنیتي اندېښنو له کبله نه دی لګول شوی، وایي که داسې وي نو بیا خو به ټول انټرنیټ بندول وي.

د پاکستان ټیلي کمیونیکېشن ادارې په وروستیو کې د "ټیک ټاک" اېپ پر فعالیت په دې تور بندیز لګولی وو، چې وایي د غیراخلاقي موادو په اړه ورته د خلکو له خوا ډېر شکایتونه شوي وو، خو ټیک ټاک یې د لرې کولو غوښتنې نه وې منلې.

اسلام اباد هایکورټ ته د لاهور یو ورزشکار اشفاق بټ د "ټیک ټاک" د بندیز په ضد درخواست ورکړی وو، چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې اورېدنه وشوه او اسلام اباد هایکورټ د پي ټي اې چارواکو ته امر وکړ چې بلې اورېدنې ته ور حاضر شي.

عدالت ته په ورکړل شوي درخواست کې ویل شوي چې په پاکستان کې پر ټیک ټاک له قانوني تقاضو پوره کولو پرته بندیز لګول شوی او ویل شوي چې د الیکټرانیک جرمونو د مخنیوي قانون پیکا د 37 مادې له مخې د عارضي بندیز تصور نه شته خو پي ټي اې د مرکزي حکومت د کابینې له منظورۍ پرته د بندیز پرېکړه وکړه چې د پیکا قانون سرغړونه ده.

بل لور ته د "ټیک ټاک" انتظامیې هیله څرګنده کړې چې د پاکستان د اندېښنو ختمولو په خاطر د غیراخلاقي موادو د لرې کولو لپاره به ژر یوه تګلاره وټاکي. د ټیک ټاک چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ په دې اړه د پاکستان د مواصلاتو ادارې له مشر سره د ویډیو لینک له لارې خبرې کړې دی.

د ټیک ټاک چارواکو د پي ټي اې مشر ته ویلي، د دوی ذمه واري ده چې خپلو اېپ کاروونکو ته خوندي پلېټ فارم ورکړي. د پاکستان د مواصلاتو ادارې هم په یو خبر کې ویلي چې د ټیک ټاک ادارې د پاکستان د اندېښنو او غیراخلاقي موادو د لرې کولو لپاره ګټور مذاکرات پیل کړي‌ دي.

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ټیک ټاک اېپ پکې ډاونلوډ کېږي او کارول کېږي. د دې هېواد د مواصلاتو اداره وایي په پاکستان کې د میاشتې په حساب دوه کروړه خلک ټیک ټاک استعمالوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG