لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار ولي: د پي ټي اېم غوښتنې د ای اېن پي د منشور برخه ده


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي ګوند يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر" منظور پشتين د پښتنو د مسلو په ګډه د هوارولو د وړانديز ستاينه کوي".

اسفنديار ويلي "د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غوښتنې د ای اېن پي د منشور برخه ده" او " ای اېن پي د اولې ورځې نه د دغو غوښتنو ملاتړ کړی دی".

د ای اېن پي مشر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو غږ کړی ؤ چې د پښتنو د مسلو دپاره يو اتفاق وکړي پي ټي اېم يې ملګرتيا کوي.

هغه د "محمود خان اڅکزي، اسفنديار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاؤ، مولانا فضل الرحمان او سراج الحق" نومونه اخيستې او ويلي ؤ، د دغو مشرانو سره اتحاد او اتفاق غواړو.

پشتين زياته کړې وه"پي ټي اېم په چا پسې بدې ردې نه وايي او نه په چا بې بنياده تورونه لګوي او د دغو پښتنو سياسي مشرانو سره په يو ځای د قام او وطن خبره کوي"، د پي ټي اېم سره د کوم سیاسي ګوند د لرې کولو ايجنډا نشته.

اسفنديار ولي خان هم ويلي دي، "پښتانه د مشکلاتو او مسلو څخه ويستلو يواځينۍ لاره د دوی د اتفاق سره تړلې ده او دا مسلې د يو کېدو پرته نه شي حل کېدی".

هغه ويلي " ای اېن پي تل د پښتنو خپلواکی، د امن بيانيه او د ائين سرلوړي په سر کې ساتلې ده".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG