لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نازیه اقبال اؤ مېړه یې وایي له طلاقو وروسته دبېلتون یا ګډ‌ ژوند پرېکړه به دمذهبي احکاماتو له مخې کوي


په ټولنیزو رسنیو د پښتو د وتلې سندرغاړې نازیه اقبال اؤ دهغې د مېړه جاوید فضاء ترمنځ دطلاق د ویډیو مخې ته له راتلو وروسته دغو دواړو شخصیاتو پرېکړه کړې چې خپلو کې دبېلتون یا بېرته دګډ ژوند کولو پرېکړه به دمذهبي احکاماتو له مخې کوي اؤ دخپلمنځي لانجو هوارولو دپاره دواړو خواؤ د ډیوه خبریال فاروق فراق خپل ثالث ټاکلی دی.

دشورو یا چهارشنبې په ورځ په سوشل میډیا دمشهورې سندرغاړې نازیه اقبال اؤ دهغې دخاوند یوه ویډیو خپره شوه چې پکې نازیه اقبال په دې وینا کولو لیدل کېږي “زه نازیه اقبال پخپل هوش اؤ حواص کې پخپله خوښه دجاوید فضاء نه طلاق اخلم، زما نور دده سره ژوند نه تیریږي”

په دغه ویډیو کې دهغې خاوند جاوید فضاء وایي هغه نه غواړي چې نازیه اقبال طلاقه کړي خو بیا دهغې نه پوښتنه کوي چې ایا ته طلاق غواړې چې طلاق درکړم؟ اؤ چې کله ورته نازیه اقبال وایي هو غواړم یې نو بیا جاوید فضاء په یوه مخه درې کرته نازیه اقبال ته دا جمله تکراروي چې “نازیه اقبال ته په ما طلاقه یې”

نازیه اقبال چې په نزدې وختونو کې یې پاکستان پرېښودی اؤ دخپلو اولادونو اؤ خپل میړه سره په لندن کې ګډ ژوند کوي، دتیرې ډیرې مودې راهسې یې دخپل خاوند جاوید فضاء سره دڅه کورنیو معاملو پسراختلافات روان وؤ خو لندن ته دتګ نه وړاندې دیوې جرګې دلارې دا اختلافات هوارول کړل شوي وؤ.

دطلاقو د ویډیو مخې ته له راتلو وروسته نازیه اقبال اؤ دهغې میړه جاوید فضاء دواړو په دې پرېکړه پښیماني ښودلې اؤ امریکا غږ ډيوه ته یې ویلي دهغوئ نه یو ستره تیروتنه شوې چې په جذباتو کې یې دطلاق پرېکړه وکړه ځکه چې دواړه شپږ ماشومان لري اؤ نه غواړي چې ددې ماشومانو په ژوند دا پرېکړه بدې اغیزې وکړي.

په موقتي توګه دا مهال نازیه اقبال اؤ دهغې میړه جلا والی اختیار کړی خو وایي په دائمي توګه دجلا کیدلو اؤ یا دګډ ژوند کولو دپاره به اوس داسلام احکاماتو ته غاړه ږوي.

نازیه اقبال اؤ میړه یې ډیوه ته ویلي ددې پرېکړې نه وروسته ورته یو شمیر دیني عالمانو بیلابیلې فتوې ورکړې دي ،څوک وایي په اسلام کې په یو ځائ درې طلاق یوازې یو طلاق حسابېږي اؤ څوک وایي چې درې طلاق هم درې وي، خو هغوئ وایي د مذهب د وتلو عالمانو نه به په دې هکله فتوه ترلاسه کوي اؤ څه چې داسلام حکم وي هغې ته به غاړه ږدي.

دخپلو کورنیو لانجو دهواري دپاره نازیه اقبال اؤ جاوید فضاء د امریکه غږ ‌ډيوه خبریال فاروق فراق خپل ثالت ټاکلی اؤ‌ هغه ته یې واک ورکړی چې دښځې اؤ میړه ترمنځ یې هر رقم پرېکړه وکړه هغوئ ته به دمنلو وړ وي.

په لمړي فرصت کې د فاروق فراق په وینا جاوید فضاء اؤ نازیه اقبال په موقتي توګه خپلو کې جلا والی اختیار کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG