لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې اوربند د سيمې د سولې دپاره مثبته نښه ده، د پاکستان ولسمشر


د پاکستان ولسمشر ويلي په افغانستان کې اوربند د سيمه ييزې سولې دپاره مثبته نښه ده او په افغانستان کې سوله او ثبات زمونږ ګډ هدف دی.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن نن د يکشنبې، اتوار په ورځ په چين کې د شنګهايي همکارۍ غونډې ته په وېنا کې ويلي، پاکستان د افغانستان د سولې په اړوند خپل رول لوبوي.

نوموړي ولسمشر وويل پاکستان او افغانستان په افغانستان کې د سولې راوستو دپاره په دوه اړخيزه جامع تګلاره کار کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د زيارت، پنجشنبې په ورځ د روژې د ۲۷م نه د وړوکي اختر د پينځمې پورې د يو اړخيز اوربند اعلان کړی ؤ.

او طالبانو د خالي، د شنبې په ورځ د اختر په درېو ورځو کې دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون کې ويلي، مونږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هر کلی کوو.

نوموړي ويلي ، همدارنګه زه له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د آمريکا د متحدو ايالتونو، د بريتانيې له دولت، اروپايي ټولنې او د اسلامي کنفرانس سازمان څخه هم مننه کوم چې زمونږ له اوربند څخه يې ملاتړ کړی دی.

دوه ورځې امریکا په پاکستان غږ کړی ؤ چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او مرکزي اسیا د څانګې یوې لوړ پوړې مشرې لیزا کرټېس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یو سیمینار ته په وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو خبرو په اړه وویل، چې امریکا د افغان سولې لپاره په هر اړخیز ډول هلې ځلې کوي.

"مونږ د سولې په بهیر کې د پاکستان د مرستې غوښتنه وکړه او مونږ د پاکستان په بنیادي امنیتي اندېښنو باندې هم پوهېږو او دا باید باوري شي چې د سولې په هر ډول بهیر کې دې د دوی ګټې هم په نظر کې ونیول شي".

اغلې کرټېس وړاندې وویل، د پاکستان ګټې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راپورته کېدو سره نه ترلاسه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر وياند ويلي يواځې فريقېن په افغانستان کې سوله او ثبات راوستی شي.

ډاکټر محمدفېصل ويلي د پاکستان په خپله د افغانانو په مشرۍ په سولې په اړوند د وروستيو ګامونو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي د افغانانو وروڼو او خوېندو دپاره د روژې په میاشت او بيا په اخترکې د سولې او خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

د پاکستاني رسنيو ترمخه سبا د دوشنبې، ګل په ورځ د افغانستان پوځي او استخباراتي چارواکي د پاکستان سفر کوي او او د نهې، سه شنبې په ورځ به د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه د کابل سفر کوي او افغان ولسمشر اشرف غني سره به ويني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG