لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند خبرداری کړی چې په پاکستان د درېو سيندونو اوبه بندولی شي


د هند د اوبو د سرچينو وزير نېتين ګيدکاري پاکستان ته د اوبو بندولو بيان د پاکستان اندېښنې راپارولي چې دغه جنجال هوار کړی شي او د پاکستاني رسنيو ترمخه د دغه شخړې د هواري په موخه د پاکستان د اوبو کمشنر مهرعلي شاه د چهارشنبې/ شورو په ورځ هند ته تلی دی.

د دواړو ګاونډي ملکونو ترمنځ تازه کړکېچ د اوبو د وېش په تړون سوال راپورته کړی دی.

ګيدکاري ويلي هېواد به يې د اوبو مخه د پاکستان نه د هند جنوبي رياستونو پله واړوي چې د هريانه، پنجاب او راجستان رياستونو ته ترې د کرکيلي زمينه برابره کړي.

هغه ویلي، د درېو سيندونو جنجال چې پاکستان ته ترې اوبه ځي دا بدله مسله ده خو د دغو درېو سيندونه اوبه چې زمونږ د پرمختيا دپاره ضروري دي هم پاکستان ته ځي،او د هند حکومت پرېکړه کړې چې د خپلې برخې اوبه به ودروي او دغه اوبه پنجاب، هريانه او راجستان ته ورکړي چې د اوبو مسله يې هواره شي".

راپورونه وايي په ستمبر ۲۰۱۶م کې د هند وزیراعظم نريندرا د بهرنو چارو کميټي معطل کړې وه او ويلي يې ؤ چې څنګه د پاکستان او هند ترمنځ اوبه شريکولی شي.

هغه ويلي ؤ، "اوبه او وينه يوځای نشي بهېدی".

پاکستان او هند د اوبو دغه تړون چې دواړه هېوادونه پرې جنجال لري په کال ۱۹۶۰ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو په دې وېش کامياب تړون شوی ؤ.

نړیوال بېنک په دې تړون کې کامياب رول ترسره کړی ؤ.

د پاکستان چارواکو له دې وړاندې تور لګولی چې هند د اوبو د وېش د تړون سرغړونه کوي خو نوي ډهلي دغه تورونه رد کړي وو.

د ياد تړون ترمخه پاکستان حق لري چې د جهلم، سيند او چناب سيندونو اوبه وکاروي او هند د راوي، ستلج او بياس د اوبو کارولو حق لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG