لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:موسمي بدلون ځپلو هیوادونو کې پاکستان په اووم نمبر


دچاپیریال په بدلون کارکوونکي د جرمني يو غيردولتي سازمان جرمن واچ يو تازه رپورټ کې ويلي دي چې د موسمي بدلون د بدو اغيزو سره دمخ لسو هېوادونو په قطار کې پاکستان په اووم نمبر ولاړ دی.
دغه سازمان وایي د موسمي بدلون له کبله د رامينځ ته شوو پيښو له امله د تيروشلو کالو په مهال يې د لس زرو نه زيات کسان وژلي او اقتصاد ته یې د ٣.٨ ميلنه ډالره نقصان اړولی دی.

د جرمن واچ لخوا د کال ٢٠١٨ لپاره جاري کړل شوي رپورټ کې ويل شوي چې د شتمنو هېوادونو په پرتله وروستي پاتي ملکونه دچاپیریال رامینځته شوی بدلون زيات ځپلی شي .
جرمن واچ د خپل کال ٢٠١٦ د کلايميټ رسک انډيکس د شميرو په اساس وایي دچاپیریال د بدلون د بدو اثراتو سره مخ ١٠ هېوادنو کې پاکستان په ٧ نمبر ولاړ دی او ددې له کبله پاکستان کې هر کال ٥٣٢ کسان مري چې د تيرو شلو کلونو شميرې څه دپاسه لس زره نفر جوړيږي .
دغه راپور مخکې ليکي چې د کال ١٩٩٧ او ٢٠١٦ په مينځ موده کې موسمي بدلون رامینځته کړو پيښو د پاکستان اقتصاد ته د ٣.٨ بيلنه ډالرو زيان رسولی دی .
د رپورټ ترمخه تيرو کلونو کې د پاکستان دننه د موسمي بدلون له کبله ١٤١سترې پيښې رامينځ ته شوي چې پکې سيلابونه ، دوارو ویلي کيدل ، طوفانونه او تودوخه شامل ده .
اسلام اباد کې د چاپیریال پوهنې یو پوهه عاشق حسين احمد ډيوه ريډيو ته وایي هېواد کې د واورو د ګټانو په چټکتیا سره ویلي کيدل تر ټولو جدي ګواښ دی چې له کبله یې د اوبو کچه ٧ فيصدي ته راکوزه شويده .
هغه وایي ترټولو غټه خطره د اوبو ده . د اوبو کميدل او د ملکي ابادۍ سيوا کيدل به يو داسې حالت جوړ کړي چې ورسره به خوراک کم شي .
ښاغلی عاشق حسين بيا وایي بايد چې د هېواد اولس او په ځانګړي ډول زمينداران ځانونه بدليدونکي ماحول سره ځان سم کړي . داسې فصلونه به کرل وي چې د اوبو د کمي او د ماحولياتي بدلون له کبله رامينځ ته کيدونکي تودوالی زغملی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG